کندهار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د زابل ولایتي شورا رییس او نور مخور وايي چې په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو کنډک د یوې پټې معاملې په پایله کې له ډېرو وسلو او مهماتو سره یو ځای وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوی او سرتېري د طالبانو په بدرګه تر مرکز کلات پورې ور رسېدلي دي.
خو امنیتي چارواکي وايي چې څنګه له دې ولسوالۍ وتلي، بېرته به یې همداسې نیسي.
د شینکۍ ولسوالۍ مرکز څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د سختې جګړې په پایله کې نیول شوی و او یوازې همدا کنډک پاتې و چې په دې توګه دا ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې راغله.
په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې وسله وال طالبان له خپلو بیرغونو او وسلو سره یو ځای د دغه کنډک سرتېري بدرګه کوي او هغوی ته د خوندي وتلو لار سموي.
د زابل ولایتي شورا رییس حاجي عطا جان حق بیان د غبرګولي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په شینکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو کنډک په داسې حال کې وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوی چې سلګونه میله وسلې، مهمات او وسایط په کې موجود وو.
هغه زیاته کړه، د زابل مرستیال والي حاجي عنایت الله هوتک، د امنیت امر عبدالناصر ناصر، د شینکۍ ولسوال محب الله او د شینکۍ امنیه قوماندان حاجي ظاهر له تېرو لسو ورځو راهیسې همدلته وو او دا پټه معامله د هغوی په منځګړتوب شوې ده.
د ده په خبره، د دغه کنډک سرتېري په ۱۳ هاموې موټرو کې د طالبانو په همکارۍ او بدرګه تر کلات ښاره همدا اوس ور ورسېدل.
د ده د معلوماتو له مخې، سرتېرو له ډېرو کمو وسایطو او وسلو سره راوتلي خو نور ټول توکي وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوي دي.
د نظامي چارو پوه پخواني جنرال نصرالله زیارمل پژواک ته وویل، داسې ښکاري چې امریکا، حکومت او طالبانو په ګډه یوه پټه معامله روانه کړې چې ولسوالۍ یوه په بل پسې وسله والو ته پرېښودل کېږي.
هغه زیاته کړه، د ولایت مهم چارواکي دې ولسوالۍ ته تللي وو، هلته یې له طالبانو سره پټه معامله کړې او د ملي اردو کنډک یې هغوی ته ور پرېيښی دی.
دی وايي، جالبه دا ده چې طالبان یو عادي کس په دولت کې د کار کولو په تور نیسي او وژني یې، خو دلته یې د سرتېرو خوندي وتلو امنیت نیولی و او هغوی یې بدرګه کول.
د زابل یوه بل قومي مشر سردارمحمد غرنی هم وايي چې پټه معامله شوې ده او دغه کنډک له ټولو مهماتو سره طالبانو ته پرېښودل شوی چې لویه ضایعه ده.
مدني فعالې شبانې خوشحال پژواک اژانس ته وویل، په شینکۍ کې د ملي اردو کنډک په داسې حال کې طالبانو ته پرېښودل کېږي چې د ولایت مرستیال او نور چارواکي هلته موجود وو.
د دې په خبره، پوښتنه دا ده چې دغه کنډک له دومره لوی قوت سره ولې طالبانو ته پرېښودل شو.
دا زیاتوي، که دغسې پټې معاملې روانې وي نو نه یوازې زابل، بلکې ټول وطن به سقوط شي.
بلخوا د ۲۰۵ اتل قول اردو د ارکانو رییس برید جنرال عبدالمتین حسین خېل پژواک اژانس ته وویل چې په تاکتیکي توګه یې خپل عساکر د شینکۍ ولسوالۍ له کنډکه ایستلي دي.
هغه په دې اړه له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته وايي، څنګه چې له دې ولسوالۍ وتلي، بېرته به همداسې دې ولسوالۍ ته ځي.
نوموړی هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې په دغه کنډک کې ډېرې وسلې او مهمات طالبانو ته پرېښودل شوي دي.
ده وویل، داسې شیان پاتې شوي چې له کار وتلي او هغوی استفاده نه شي ورڅخه کولای، موږ نه شو کولای هغه شیان را ولېږدوو.
د شاجوی ولسوالۍ په اړه چې هغه هم د وسله والو تر بریدونو لاندې ده، نوموړي وویل، هلته زموږ ځواکونه موجود دي، خلک دې نه اندېښمن کېږي، نور تازه دمي ځواکونه هم هلته ور روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د زابل ولایتي شورا رییس څو ورځې مخکې پژواک ته ویلي وو چې د کمزوري مدیریت له امله امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، که مرکزي اداره دغه ولایت ته توجه ونه کړي، نو د سقوط ګواښ یې شته.
هغه ویلي وو، جګړه د ښار تر څنډو را رسېدلې ده، هره شپه کمربندي پوستې یو په بل پسې سقوط کوي.
دی وايي، همدا اوس د دغه ولایت ۵ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هغه ولسوالۍ چې پاتې دي، یوازې يې مرکزونه او څو ودانۍ د دولت په واک کې دي چې هغه هم په دې وروستیو کې د وسله والو تر بریدونو لاندې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، وسله والو د زابل د ناامنه کولو لپاره اشر کړی او له بېلابېلو ولایتونو غزني، پکتیکا او کندهار څخه یې وسله وال دغه ولایت ته را غوښتي دي.
خو نوموړی وايي چې دا هر څه او د زابل وروستۍ ناامنۍ د کمزوري مدیریت له امله دي، په داسې حال کې چې دلته د وسله والو د ځپلو لپاره کافي ځواک او مهمات شته.
د یادونې ده، په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۴۰ ولسوالۍ سقوط شوي، خو دولت وایي چې دوی په خپله پرېیښې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP