Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اسلام اباد کې یوه ساحه د احمد شاه مسعود په نوم نومول کیږي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰) :  د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وایي چې ډېر ژر به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه ساحه د احمد شاه مسعود په نوم ونومول شي.

احمد ولي مسعود په خپلې فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره لومړی قدم دی.

ده زیاته کړې: ” که څه هم پاکستان ته زموږ درې ورځنی سفر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی و، خو تر کومه پورې چې دغه سفر ستراتېژیک اهمیت درلود، له پاکستان سره په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او په ځانګړې توګه د سولې په تړاو د نیغ په نیغه خبرو کولو پیل و.”

د هغه په وینا، ولسمشر غني او طالبانو د بین الافغاني خبرو تر نوم لاندې نړیواله ټولنه مشغوله ساتلې، خو دغو بین الافغاني خبرو د جګړو له ډېرېدو پرته بله لاسته راوړنه نه درلودله.

د مسعود بنسټ مشر ویلي، که چیرې دغه خبرې له دې وروسته کومه لاسته راوړنه هم ولري، هیڅکله پر ملي ګټو باندې نه څرخيږي.

دی وایي، په دواړو هېوادونو کې یو شمېر کسان شته چې د جګړې په دوامداره ساتلو سره د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

مسعود زیاته کړې : ” ما تل پر دې ټینګار کړی چې په هېواد کې دننه د سیاسي نظام په جوړښت کې بدلون له نړۍ سره د عادلانه اړیکو جوړولو او له پاکستان سره هر اړخیزو مذاکراتو باندې کیږي. ”

د هغه په وینا، په اسلام اباد کې د احمد شاه مسعود په نوم د یوې ساحې په نومولو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیستل کیږي او دا د تلپاتې سولې لپاره د هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده.

ویل کیږي چې یو شمېر افغان سیاسیون په یادو مراسمو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته بلل شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد د جمعیت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې هغه ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې ده.

بلخوا د ملي روغې جوړې شورا سرچینې وایي چې ډاکتر عبدالله هم پاکستان ته سفر کوي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې هم یوه ساحه د احمد شاه مسعود په نوم نومول شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.