Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي

خوست (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰) : چارواکي وايي، د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي دي.

د موسی خېلو ولسوال کمال خان منګل د غبرګولي په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د یادې ولسوالۍ د «سره» په سيمه کې شوې.

هغه زیاته کړه، دغه کسان پلي روان وو چې د وسله والو طالبانو له خوا په سړک کې پر اېښودل شوي ماین ور برابر شوي او چاودنه يې پرې کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دغې چاودنه کې څلور ملکي وګړي ځای پر ځای وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب هم پژواک اژانس ته د پېښې پخلی وکړ، خو نور جزییات يې ور نه کړل.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.