ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: “د ناسم روغتیایي وضعیت” له امله ترکیې ته د مارشال دوستم لېږد واقعیت نه لري

سرچینې: “د ناسم روغتیایي وضعیت” له امله ترکیې ته د مارشال دوستم لېږد واقعیت نه لري

author avatar
19 Jun 2021 - 18:46
سرچینې: “د ناسم روغتیایي وضعیت” له امله ترکیې ته د مارشال دوستم لېږد واقعیت نه لري
author avatar
19 Jun 2021 - 18:46

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): ځینې سرچینې وایي چې مارشال عبدالرشید دوستم "د نازک روغتیایي وضعیت" په خاطر د درملنې په موخه ترکیې ته لېږدول شوی دی، خو د ده نږدې کسانو دغه خبره رد کړې او ویلي یې دي چې مارشال په رسمي سفر ترکیې ته تللی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یي په راپور کې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره اوونۍ د مارشال دوستم روغتیایي وضعیت خراب شو، د مارشال د لېږد په خاطر له ترکیې څخه د مرستې غوښتنه وشوه او په ۸ ساعتونو کې یوه چارتر الوتکه شبرغان ته را ورسېده؛ خو د شبرغان د هوایي ډګر ځغاست لیکې د کوچنیوالي په خاطر الوتکې د شبرغان هوایي ډګر کې ناسته ونه شوه کړی او په ازبکستان کې يې ناسته وکړه.»

ده زياته کړه: «د دوستم همکارانو د افغانستان له دفاع وزارت څخه د دو بلک هاک هلیکوپترو غوښتنه وکړه ترڅو مارشال دوستم له شبرغان څخه ازبکستان ته ولېږدوي، دفاع وزارت دوه ۱۷ می ډوله هليکوپتر شبرغان ته د دوستم د لېږد په خاطر ولېږلې، مارشال دوستم له خپل ځای نه د هلیکوپترو تر ځایه د بې هوشۍ په حالت  کې لېږدول شوی دی، وروسته ازبکستان او له هغه ځایه بیا ترکیې ته انتقال شوی دی.»

د سرچينې په خبره، دوستم د شکر له ناروغۍ ځورېده، هغه زیاته کړه: «په دغه صورت کې د کرونا په اخته کېدو د مارشال صاحب ژوند ته جدي ګواښ کېدای شی.»

نوموړي د هغو خبرو په اړه چې ویل کېږي مارشال دوستم په ترکیه کې د انتالیا غونډه کې د ګډون لپاره سفر کړی، وویل، د انتالیا په غونډه کې د دوستم د ګډون خبر تراوسه د کومې باوري سرچينې له خوا نه دی تایید شوی.

په ترکیه کې یوې روغتیایي اتشې پژواک ته ویلي چې دوستم تر درملنې لاندې دی.

ده زياته کړه: «پرون شپه مې ولید، روغتیایي وضعیت یې ښه و.»

خو د دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند احمد حبیب قویاش، پژواک ته وویل: «کله چې مارشال صاحب ترکیې ته تلو، زه په کابل کې وم چې احوال مې واخیست هغه په یوه رسمي سفر ترکیې ته تللی دی.»

ده پر دې ټينګار کاوه چې دوستم ښه دی، په کومه ناروغۍ اخته شوی نه دی، زیاته کړه: «مارشال صاحب هر وخت ترکیې ته ځي، یو چک اپ کوي، په ټولنیزو شبکو کې چې کوم خبرونه خپاره شوي دي، ممکن چا په روغتون کې ليدلی وي.»

د ایینه خصوصي تلوېزون رییس احمد سیر له پژواک سره په اړیکه کې وویل چې د دوستم روغتيايي حالت ښه دی او په هېڅ ډول مرض نه دی اخته شوی.

ده زیاته: «موږ چې مارشال ته نږدې کسان یو، شپه او ورځ سره یو ځای یو، وایو چې دغه شایعات دي چې فیسبوک کاروونکي یې خپروي، الحمدلله مارشال صاحب له ښه صحت څخه برخمن دی او ترکیې ته په رسمي سفر تللی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې سناتورې راحلې دوستم د غبرګولی په ۲۴ خپله فیسبوک پاڼه  په فاریاب کې د خپل پلار او د ده د وسله والو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.