ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 له کابل څخه دوحې ته د پلاوي تګ پلان شوی خو وخت یې څرګند نه دی 

 له کابل څخه دوحې ته د پلاوي تګ پلان شوی خو وخت یې څرګند نه دی 

author avatar
19 Jun 2021 - 16:41
 له کابل څخه دوحې ته د پلاوي تګ پلان شوی خو وخت یې څرګند نه دی 
author avatar
19 Jun 2021 - 16:41

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰): ټاکل شوې چې د سولې په تړاو له کابل څخه یو مهم پلاوی دوحې ته سفر وکړي، خو تر اوسه یې په تړاو سلا مشورې روانې دي او د تګ کره نېټه یې لا څرګنده نه ده.

ادعا:

خامه پرس وېبپاڼې نن د ځینو سرچینو په حواله راپور خپور کړی چې په راتلونکو څو ورځو کې به د جمهوریت په استازیتوب اووه کسیز پلاوی له طالبانو او قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.

د خبر له مخې، په دغه پلاوي کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ غړی محمد یونس قانوني، د ولسمشر سلاکار محمد اکرم خپلواک، د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سادات نادري او د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند شامل دي.

سرچینې لیکلي چې ټاکل شوې وه دغه پلاوی نن (د غبرګولي په ۲۹مه) دوحې ته ولاړ شي، خو «د اجنډا د نه ټاکلو له وجې» دغه سفر ځنډېدلی او ښایي راتلونکو ورځو کې تر سره شي.

حقیقت موندنه:

د دولت د سولې مرکچي پلاوي یو غړی امین احمدي بیا وایي، ټاکل شوې وه چې دا ډول یو سفر تر سره شي، خو دی په دې اړه له وروستیو جزییاتو په داسې حال کې نه دی خبر، چې د دواړو لوریو دریځونه د بدلون په حال کې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې پر دې موضوع سلا مشورې روانې دي او تر اوسه د سفر تصمیم نه دی نیول شوی.

یوه بله باوري حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي ټاکل شوې وه چې شپږ کسیز پلاوی نن قطر ته سفر وکړي، خو دغه سفر ځنډېدلی دی.

هغه تاییدوي چې په یاد پلاوي کې له سید منصور سادات نادري پرته نور پاتې یاد شپږ کسان شامل دي، خو وایي، چې دغه سفر به روانه اوونۍ وروسته له هغه تر سره شي چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله – چې دا مهال په ترکیه کې دی- هېواد ته راستون شي او په دې تړاو له ولسمشر سره سلا مشورې وشي.

ده وویل، چې یاد پلاوی به د جمهوریت په استازتوب د سولې ملاتړ په موخه قطر ته سفر وکړي او طالبانو ته به دا پيغام ورسوي چې«ايا سوله کوئ او که نه ؟».

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: “زه په دې اړه خبر نه لرم، دا [سفر] تر اوسه پورې مشخص نه دی.”

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر مسوول یوسف سها هم په دې اړه وايي: “فعلا خو څه برنامه نشته ده.”

خو د حامد کرزي د دفتر یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وایي، دغسې یو سفر پلان شوی خو تراوسه یې د تګ نېټه نه ده معلومه.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، هم دوحې ته د یادو کسانو د سفر په اړه وایي: “دا مطبوعاتي اوازې دي او تر اوسه په دې اړه څه نشته.”

پایله: ځینې سرچینې وایي، ټاکل شوې وه چې یو پلاوی نن د سولې خبرو په تړاو له کابل څخه دوحې ته سفر وکړي، خو دغه سفر ځنډېدلی دی، خو د سولې وزارت، د حامد کرزي دفتر او طالبان وایي چې تر اوسه داسې کوم څه نشته.

پرېکړه: له کابل څخه دوحې ته د پلاوي د سفر پلان په اړه خپور شوی راپور تر ډېره سم دی.

Visits: 390

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.