ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې میلیونونه ډالر او افغانۍ حیف و میل شوي

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې میلیونونه ډالر او افغانۍ حیف و میل شوي

author avatar
20 Jun 2021 - 15:24
د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې میلیونونه ډالر او افغانۍ حیف و میل شوي
author avatar
20 Jun 2021 - 15:24

کابل (پژواک، ۳۰غبرګولی ۱۴۰۰): د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د راپور له مخې، په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې سلګونه کسان په ناقانونه توګه له ازادې سیالۍ پرته جذب شوي، میلیونونه ډالر او افغانۍ حیف و میل شوې او لا هم د دغه وزارت د ۱۴۰۰ لمریز کال تشکیل نه دی ترتیب شوی.

د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې له قانونه د څار او ساتنې مرستیالۍ د «ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست عالي بورډ د پرېکړو اتلسم راپور» په عنوان راپور د دې ادارې د عمومي ریاست عالي بورډ ته وړاندې کړی دی.

یاد راپور د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم جوړ شوی او د پلاوي غړو په کې دنده اخیستې چې په ۱۳۹۹ کال او د ۱۴۰۰ کال په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیت و ارزوي.

د یادونې ده، دغه راپور د چارو ادارې د عمومي بورډ له خوا تایید شوی او د یاد وزارت مسوولینو هم ترلاسه کړی دی.

ناقانونه گومارنې، د ځینو بستونو نه اعلان، د موازي واحدونو جوړول، د ځینو کارکوونکو جمعي ګوښه کول، د بریالیو کسانو پر ځای له ریزرف کسانو سره د تړون لاسلیک، رسمي کارکوونکو ته پر یوه وخت د پروژه يي معاشونو اجرا، د یتیمو او زیانمنو ماشومانو د پروژې نه مصرف، د ماشومانو لپاره د ډېټابېس نه موجودیت، د روزنتونونو لپاره د بې کیفیته او غیر روغتیايي خوړو تیارول، د کوچي ماشومانو تر پوښښ لاندې نه راوستل، د پروژو د پیسو حیف و میل په یاد وزارت کې له شته ستونزو او ناقانونه کړنو څخه دي.

وړاندې شوی راپور په اوو برخو «بشري سرچینې او تشکیل»، «بهرنیو اتباعو ته د جواز وېش»،« څارنې او ارزونې»، «مالي او تدارکاتي»، «روزنتونونو او ښوونیزو مرکزونو»، «د فني او مسلکي مهارتونو پراختیا» او «ټولنیزو تامیناتو» کې ترتیب شوی او ولسمشر ته په کې وړاندیزونه هم شوي دي.

له ارزونو وروسته ولسمشر ته د پلاوي په وړاندیزونو کې د ځينو رییسانو ګوښه کېدل، عدلي او قضايي ارګانونو ته د ځينو کسانو ور پېژندل، د وزیر له خوا سپیناوی ورکول او ان د نوموړي د معاش ځنډ هم یاد شوي دي.

سلګونه کسان په ناقانونه ډول جذب شوي او سلګونه بستونه تش پاتې دي

د یاد پلاوي د څېړنو پر اساس، د کار او ټولنیزو چارو ریاست ۱۰۰ رسمي او ۱۹ قراردادي کارکوونکي له ازادې سیالۍ پرته پر دندو ګومارل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې ۸۳۴ بالمقطع کارکوونکي د مقررې خلاف پر دندو ګومارل شوي او ۱۵۲ سوپرسکېل سېټه د طرزالعمل خلاف «غیر مسلکي» او «غیر تخصصي» بستونو ته ځانګړي شوي، او اوس مهال ۵۴۵ بستونه تش پاتې دي او اعلان ته نه دي ورکړل شوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اته مهم بستونه اوس مهال د ادارې د ارزوونکو او د ماشومانو ساتنې شبکې ریاست بست له درېیو کلونو راهیسې د یوه سرپرست له خوا اداره کېږي.

وړاندیزونه

پلاوي وړاندیز کړی، هغه کارکوونکي چې د قانون خلاف جذب شوي، باید له دندې ګوښه او د وزارت د بشري سرچینو د رییس په ګډون په دې قضیه کې ښکېل کسان باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي او تش بستونه د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون په همکارۍ اعلان ته ورکړل شي.

د وړاندیزونو په برخه کې د ماشومانو ساتنې شبکې ریاست په بست کې د یو کس درې کاله سرپرستۍ ته اشاره شوې او ویل شوي چې د دې برخې رییس دې د فساد له امله له دندې لرې شي او یاد بست دې «ژر تر ژره» اعلان شي.

میلیونونه افغانۍ او ډالر حیف و میل شوې

د یاد پلاوي د ارزونو له مخې، دغه وزارت په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاوخوا ۳۸ میلیون افغانۍ جنس په پرچون ډول پېرلی او د وزارت مقام د کنفرانس سالون لپاره یې وسایل او تجهیزات په ۷،۳ میلیونه افغانۍ پېرلي چې د کیفیت او کمیت له اړخه د قرارداد خلاف دي.

د پلاوي په خبره، د ۱۳۹۹ مالي کال په جریان کې د مهارتونو پراختیا ملي پروګرام له نغدي معتمد څخه شاوخوا ۶۷۰ زره افغانۍ نغدې اخیستل شوې او دغه پیسې بېرته نه دي راغلې.

د ارزونې پلاوي په یاد راپور کې له سوېلي کوریا سره د هوکړه لیک د ۱۰ میلیون ډالرو حیف و میل او په هغه کې د نه پرمختګ په تړاو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د مهارتونو پراختیا ملي پروګرام رییس ته د معاشونو د وړکړې لایحې خلاف معاش ورکول کېږي، دغه راز د قانون خلاف د نوموړي د شخصي مصارفو لپاره ۵۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.

وړاندیزونه

پلاوي په پرچون ډول د ۳۸ میلیون افغانۍ په بیه د اړتیا وړ توکو پېر د تدارکاتو قانون خلاف بللی او وړاندیز یې کړی چې په دې موضوع کې ښکېل کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي شي.

پلاوي د وزارت مقام د کنفرانس خونې د تجهیز لپاره د مهارتونو پراختیا ملي له پروګرام څخه د ۷،۳ میلیون افغانیو اخیستلو په تړاو ویلي چې دغه کار باید د کميت او کیفیت له اړخه و ارزول شي او په اړه یې د قانون مطابق اجراات وشي.

په راپور کې د مهارتونو پراختیا ملي پروګرام د ۶۷۰زره نغدو پیسو د بېرته نه راتلو په اړه وړاندیز کړی چې یادې پيسې باید تر یوې میاشتې را وګرځول شي او پر وخت د نه ورکړې له امله یې د مهارتونو پراختیا پروګرام رییس ۱۲ سلنه جریمه شي.

پلاوي د سوېلي کوریا د هوکړه لیک کې د لس میلیون ډالرو حیف و میل په اړه هم وړاندیز کړی چې له قانون سره سم باید اجراات وشي او د افغان کوریا د فني او مسلکي مرکز رییس باید له دندې ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

په راپور کې یادونه شوې چې د مهارتونو پراختیا برخې رییس ته د شخصي مصارفو لپاره ۵۰۰۰ ډالر ورکړل شوي، په یوه میاشت کې دې بېرته ترې واخیستل شي.

د بهرنیو کارکوونکو د روغتیايي بېمې ترلاسه کولو انحصار

په راپور کې یادونه شوې چې بهرني اتباع د روغتیايي بېمې اخیستو لپاره په ناقانونه ډول بلاسم، یسرا او سیټي روغتونونو ته لېږل کېږي.

دغه راز په راپور کې راغلي چې په ۱۳۹۹ کال کې د بهرنیو اتباعو ټول کاري اسناد نیمګري دي.

وړاندیزونه

پلاوي وړاندیز کړی چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر دې د بهرنیو اتباعو د بېمې انحصاري کېدو په اړه ولسمشر غني ته سپیناوی ورکړي.

دغه راز په راپور کې د بهرنیو اتباعو د اسنادو نیمګړتوب په تړاو وړاندیز شوی چې په دې برخه کې «غیر مسلکي چلند»، دغه راز د روغتیايي تصدیق په برخه کې سرغړونو ته په پام دې د یادې برخې رییس له دندې ګوښه او پر ځای دې یې بل کس د ازادې سیالۍ له لارې وټاکل شي.

په دغه راپور کې بهرنیو اتباعو ته د کار جواز ورکړې ریاست کې د کارکوونکو د نظارت لپاره د طرزالعمل نه موجودیت ته په اشاره ویل شوي، دغه طرزالعمل دې په دوو میاشتو کې تدوین او ولسمشر ته ولېږل شي. په راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو اتباعو د کار جواز الکترونیکي سیستم د مهمو راپورونو د ورکړې توان نه لري او وړاندیز شوی چې دغه سیستم دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت او د احصایې او معلوماتو له ادارې سره په همغږۍ و ارزول شي او اصلاح دې شي.

د برېښنايي حاضرۍ غیر فعالېدل، د روزنتونونو د خوراکي توکو بې کیفتي، له ماشومانو د ملاتړ لپاره د مرکزونو د جوړېدو لپاره د پروګرام نه شتون هم په یاد وزارت کې شته ستونزې یادې شوې دي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر واخلي، خو د یاد وزارت ویاند معلوماتو ورکولو ته تیار نه شو.

پژواک هڅه وکړه چې په خپل خبر کې د راپور له جوړېدو وروسته د حکومت د تازه اقداماتو یادونه وکړي، خو د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر مسوولین هم د معلوماتو ورکړې ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د دې ادارې د عمومي ریاست د عالي بورډ پرېکړه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي په ۲۷مه له ولسمشرۍ ریاست سره شریکه کړې ده.

Views: 360

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.