ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په رسمي سفر امریکا ته ځي

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په رسمي سفر امریکا ته ځي

author avatar
21 Jun 2021 - 00:01
ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په رسمي سفر امریکا ته ځي
author avatar
21 Jun 2021 - 00:01

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : دامریکا سپینې ماڼۍ  اعلان کی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله به روانه اونۍ کې واشنګټن ته رسمي سفر کوي.

د سپينې ماڼۍ لخوا د غبرګولي په ۳۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه افغان مشران به د راتلونکې جمعې په ورځ ( د جون په ۲۵مه) په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په درشل کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي.

اعلامیه کې راغلي، امریکا ژمنه ده چې د افغان ولس، ښځو، نجونو او لږکیو د ملاتړ لپاره دیپلوماتیکې، اقتصادي او بشري مرستې وکړي.

د امریکا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

سپینۍ ماڼۍ همدا راز یو ځل بیا د افغان سولې بهیر ملاتړ څرګند کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د جګړې د ختمولو لپاره دې معنا داره مذاکرات وکړي.

بلخوا حکومتي سرچینې وایي چې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله به د سه شنبې په ورځ د واشنګټن په  لوري روانیږي او یوه اونۍ به هلته تیروي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې د افغان سولې پروسه په ټپه ولاړه او په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی

Views: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.