ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د «اکسېجن تولید» دستګاه جوړه شوه

22 Jun 2021 - 12:03
22 Jun 2021 - 12:03

کابل (پژواک،۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د «کابل طبي علومو پوهنځي ــ او د ابو علي ابن سینا طبي تجهیزاتو ترمیم» د لومړي ځل لپاره وکولای شول د اکسېجن د تولید دستګاه جوړه کړي، دغه دستګاه په یوه دقیقه کې د ۱۵ لېتر اکسېجن د تولید وړتیا لري او بازار ته به په ۵۰ سلنه ټیټه بیه وړاندې شي.

لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه دستګاه د «کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون» د تخنیکي ټېم له خوا « د طبي تجهیزاتو ټکنالوجۍ او ترمیم کمیونتي کالج» په همکارۍ جوړه شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د یادې دستګاه د لیدلو پر مهال د دغه بنسټ له خوا د دستګاه جوړېدل وستایل او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې خلک او حکومت له اکاډمیکو بنسټونو همدا تمه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((په اوسنیو حالاتو کې چې هېواد کې اکسېجن ته اړتیا احساسېږي، دغه اقدام د ملت پر وړاندې د مسوولیت د احساس او وطن دوستۍ ښکارندوی دی.))

نوموړي وویل، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د طبي علومو له پوهنتون سره په همکارۍ د یادې دستګاه جوړېدل ډېر او د تولید کچه یې لوړه کړي.

د طبي تجهیزاتو ټکنالوجۍ او ترمیم کمیونتي کالج امرې پوهنمل پښتنې بنايي وویل: ((دغه دستګاه په یوه دقیقه کې ۱۵ لېټره اکسیجن تصفیه او تولیدوي چې د سون ډېری توکي یې له زئولیت (Zeolite) پرته چې له ایران هېواده پېرل شوي پاتې یې د افغانستان په بازارونو کې اخیستل شوي.))

هغې زیاته کړه، په یاد علمي بنسټ کې د جوړې شوې دستګاه بیه په بازار کې درې چنده لوړه ده.

سرچینې لیکلي چې تېر کال د کرونا ویروس د لومړۍ څپې په ډېرېدو سره د کابل طبي علومو پوهنتون وتوانېد چې د مصنوعي تنفس دستګاه (Ventilator . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version