Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې د شاه او عروس بند د اوبو زېرمه کول پیل شول

کابل (پژواک، ۲چنګاښ ۱۴۰۰): تېره ورځ د کابل ولایت شکر درې ولسوالۍ په شاه او عروس بند کې د اوبو زېرمه کولو پیل شول، دغه بند به په راتلونکو څو اوونیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د چنګاښ په لومړۍ نېټه د اوبو د تنظیم ملي ادارې، ښار جوړونې وزارت او کابل ولایت د مسوولینو په هڅو د یاد بند د اوبو زېرمه کول پيل شوي دي.

سرچینه د اوبو تنظیم ملي ادارې په حواله لیکي چې یاد بند د ۱،۲ میګاواټه برېښنا د تولید تر څنګ د دوه زره ۷۰۰هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد بند هر کال ۳۳ میلیون مترمکعب اوبه تنظیموي او نهه میلیون مترمکعب اوبه به زېرمه کړي .

کابل ولایت لیکلي چې دغې ادارې د شاه او عروس بند زیانمنو ته د وهل شوو ونو په بدل کې نغدې پيسې او د شکر درې ولسوالۍ په راکټ لوا سیمه کې د استوګنې ځمکې ورکړې دي.

د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د شاه او عروس بند د جوړولو کار په ۱۳۹۱ کال کې پيل، خو د فني ستونزو له امله بېرته په ټپه ودرېد او په ۱۳۹۵ کال کې بیا ځلي پيل شو.

سرچینې ویلي چې دغه بند د ۵۲ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی او د کال پنځه میلیون کابل ښاریانو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.