ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۸۰ کسان مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۸۰ کسان مړه شوي

author avatar
27 Jun 2021 - 15:42
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۸۰ کسان مړه شوي
author avatar
27 Jun 2021 - 15:42

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٥٣۱ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ۸۰ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۹۹۴ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۱۵۴۱ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۵ زره او ۷۵۱ ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۸۰ کسان مړه شوي چې له دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېره ۴۷۳۰ تنو ته ورسېده.

همداراز سرچینې ویلي، چې له پرون راهیسې له کرونا څخه ۸۰۱ کسان روغ شوي چې د ټولو روغ شوو کسانو شمېره ۶۸۲۸۸ کسانو ته ورسېده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۲۲۳ په کابل، ۱۹۴ هرات، ۱۸۸ ننګرهار، ۱۱۶ بدخشان، ۸۱، ۱۸ په کندهار او غزني ، ۶۹ جوزجان، ۵۴، ۵۴ په بلخ او غور، ۵۱ فاریاب، ۴۹ کونړ، ۴۸ میدان وردګ، ۴۴ زابل، ۴۲ بامیان، ۳۷ تخار، ۳۰ خوست ، ۲۸ فراه، ۲۷، ۲۷ پروان او هلمند، ۲۶ پنجشېر، ۲۲ کندوز، ۱۵ نورستان، ۱۱ سمنګان، ۶ بادغیس، ۴ پکتیا، ۲ ، ۲ په بغلان او لغمان کې ثبت شوې دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٩ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

د نړیوالو سرچینو د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۱۸۱ میلیونه کسان پر کرونا اخته، او نږدې ۴ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.