Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
28 Jun 2021 - 14:34
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
28 Jun 2021 - 14:34

کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤٠٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٦٤ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٥١٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٤٠٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١١٧١٥٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢١٢ کسان په کابل، ١٠٧ په هرات، ٨٧ په ننګرهار، ٧٢ په کندوز، ٧٢ په لغمان، ٧٠ په سرپل، ٦٢ په تخار، ٦٢ په غور، ٥٨ په میدان وردګ، ٤٧ په هلمند، ٤٧ په زابل، ٤٦ په لوګر، ٤٣ په کونړ، ٣٦ په فارياب، ٣٥ په بلخ، ٣١ په پنجشېر، ٣٠ په فراه، ٢٤ په کندهار، ١٧ په پکتيکا، ١٤ په نورستان، ١٣ دايکنډي، ١١ په پروان، ١٠ په خوست، ٩ په بادغيس، او ٥ په بغلان ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩١٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٦٩٢٠٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٦٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٤٧٩٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٨١ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٣،٩ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.