هرات ښار (پژواک، ٧ چنګاښ ۱۴۰۰): د هرات د کرنې ریاست مسوولین او د کرنې ځیني متخصصین وایي چې د تورې زیرې د کښت او حاصلاتو وده ښیي چې دغه نبات په هېواد کې د تریاک کرلو ښه بدیل کېدای شي.
د دغو مسوولینو په وینا، توره زیره اوس د هرات په ختیځو ولسوالیو کې په للمي بڼه کرل کېږي او که چېرې په هغو ځمکو کې وکرل شي چې خړوبېږي، بزګران به ښه عاید ترلاسه کړي.
د هرات د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو مدیر نثاراحمد امیني پژواک اژانس ته وویل چې توره زیره تر اوسه په دغه ولایت کې نه ده ترویج شوې او ډېره د ادرسکن، اوبه، چشت او پشتون زرغون ولسوالیو د غرونو په پنځه زره جریبه ځمکو کې په طبیعي ډول راپورته کېږي.
هغه توره زیره د کوکنارو د کښت ښه بدیل یاد کړ او ویې ویل چې دغه نبات چندان اوبو، سرې او هر کال کار ته اړتیا نه لري او ټول کروندګر کولای شي د اوبي ځمکه کې یې یې هم وکري.
هغه زیاته کړه: «کولای شو ووایو چې توره زیره په هرات ولایت کې د تریاکو یو ښه بدیل دی؛ له دې امله چې افت او ناروغي ډېر نه لري، اوبو، سرې او هر کال کار ته هم اړتیا نه لري، یوازې ساتل غواړي.»
د هغه په وینا، په هرات کې د تولید شوې تورې زیرې کیفیت د سیمې هېوادونو له زیرې ښه دی، له همدې امله په هرات ښار کې دا مهال یوه کیلو یاده زیره په ۵۰۰ افغانیو ده.
د هرات د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې مدیر او بهر ته د زیرې صادراتو د راپور ورکونې مسوول بصیر احمد طبیب پژواک ته وویل چې سږ کال تر اوسه ۲۷۵ ټنه توره زیره هند، عراق، ایران او دوبۍ هېوادونو ته صادر شوې ده.
هغه زیاته کړه: «له موږ سره د شته راپور له مخې، ۲۷۵ ټنه توره زیره له هېواده بهر صادر شوې، خو دا راپور وروستی نه دی، صادرات روان دي او ترڅنګ یې شنه زیره چې کرابیه ورته وایي، هم تېر کال ۱۰زره او ۶۷۵ ټنه بهر ته صادر شوې وه چې سږ کال هم په همدې کچه صادرات جریان لري.»
په ورته مهال، هغه کروندګر چې دغه نبات کري، له حاصلاتو یې خوښ دي.
د هرات د ادرسکن ولسوالۍ ۶۲ کلن بزګر ملا حیدر هم پر ۱۰ جريبه للمه ځمکه توره زیره کرلې ده.
هغه زیاته کړه چې توره زیره اوبوته د کمې اړتیا له امله، په غرنیزو سیمو کې یا په خپله راپورته کیږي او یا هم په للمي ډول کرل کېږي.
هغه وویل: «توره زیره د ژمي په دویمه میاشت کې په للمي ډول کرو، که کال ښه وي او بارانونه وشي، ښه حاصل ورکوي؛ خو سږ کال چې بارانونه پر وخت ونه شول، ښه حاصل ترلاسه نه شو، تېر کال ډېر ښه و.»
د ادرسکن ولسوالۍ بل ۶۵ کلن بزګر عبدالرووف وویل چې توره زیره په غرنیزو سیمو کې په للمي توګه کرل او یا په طبیعي ډول راشنه کېږي.
هغه زیاته کړه: «توره زیره په غرونو کې شنه کېږي، خلک یې راټولوي او په بازار یې پلوري، توره زیره د ډېرو ناروغیو او دردونو درملنه ده.»
ځیني نور بزګران له کرنې وزارته غواړي چې د اوبو په ډول د تورې زیرې د کرلو او حاصلاتو راټولولو په اړه دوی ته پوهاوی ورکړي.
د کرنې د متخصصینو په وینا، توره زیره په هر ډول خاوره کې ښه وده کوي او د کرلو ښه مهال یې د لړم میاشت ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP