ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شینواری: د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې منتظره ځواک رامنځته کیږي

شینواری: د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې منتظره ځواک رامنځته کیږي

author avatar
29 Jun 2021 - 18:46
شینواری: د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې منتظره ځواک رامنځته کیږي
author avatar
29 Jun 2021 - 18:46

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰) : د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار د څلور زره منتظره سرتېرو ځواک رامنځته کېږي.

د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ ویاند جنرال اجمل شینواري نن د چنګاښ په ۸مه، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین او د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي یې هم ملتیا کوله، د هېواد د بېلابېلو سیمو امنیتي وضعیت په اړه یې معلومات د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له خلکو او رسنیو سره شریک کړل.

شینواري د هېواد په کچه له طالبانو څخه د ګڼو ولسوالیو د چاڼولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د طالبانو پر وړاندې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات ګړندي پر مخ روان دي او یاد ځواکونه به په نږدې راتلوتکي کې پاتې سیمې هم د طالبانو له ولکې ازادې کړي .

هغه زیاته کړه چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره همغږۍ سره خپل عملیات پر مخ وړي او هڅه کوي څو د تروریستي ضد عملیاتو په لړ کې ماشومانو، ښځو او نورو خلکو ته زیان ونه رسېږي او همدارنګه عامه تاسیسات ونه نړېږي؛ نو له همدې امله یې عملیات وخت نیسي.

شینواري له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په موخه له ولسي بسیج څخه هم مننه وکړه او ویې ویل چې ولسي پاڅونونو ته د نظم ورکولو په موخه به ډېر ژر دوی د یوه منظم پلان له مخې له سیمه ییزې اردو سره مدغم شي.

جنرال اجمل شینواري په کورنیو چارو وزارت کې د څلور زره منتظره ځواکونو له رامنځته کېدو هم خبر ورکړ او ویې ویل چې یاد ځواکونه به د باتجربه متقاعدو جنرالانو له لوري سوق او اداره شي او خپل ماموریت به د دوښمن په ځپلو کې پر مخ یوسي.

Views: 283

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.