کابل ښار (پژواک، ٩ چنګاښ ١٤٠٠): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو)، د نړیوالو فرهنګي میراثونو په نوملړ کې د هرات د ثبتولو لپاره د افغانستان طرحه تایید کړې ده.
د دغه وزارت سرپرست طاهر زهیر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان د کلتوري میراثونو د تخنیکي همغږۍ کمېټې ناسته ترسره شوې ده.
زهیر لیکلي چې د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې د هرات ولایت د ثبتولو په اړه د دغه وزارت طرحه چې مخکې یونسکو ته استول شوې وه، د هغه سازمان له لوري تایید شوې ده.
هغه د دې په څرګندولو چې یونسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې د یاد ولایت له ثبتولو دغه وزارت ته ډاډ ورکړی، زیاته کړې: «یونسکو له دغه وزارته غوښتي څو په دې اړه لازم اسناد وړاندې کړي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې د هرات ولایت له شاملولو هرکلی کړی او ژمنه یې کړېچې په دې اړه به لازم اسناد چمتو او دغه سازمان ته وړاندې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په وینا، هرات ښار د تاریخي ځایونو په ځانګړې ډول د اسلامي دروې تاریخي ابداتو په لرلو سره افغان دولت او نړیوالو ته مهم دی او د نړیوالو کلتوري میراثونو په نوملړ کې د دغه ولایت په شامېلېدو سره به د هرات ولایت ساتنې ته د نړیوال پام ډېر شي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، په هغه ناسته کې چې په یاد وزارت کې په دې تړاو جوړه شوې وه، د اغاخان بنسټ د کلتوري برخې مسوول اجمل میوندي او د دغه بنسټ یوه انجنیر ویلي چې د هرات د پنځم منار د ترمیم کار به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړ شي.
د ازبکستان سفارت مرستیال هم د “امیر علي شیرنوایي د باغ او قبر” بیا جوړولو ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د دې پروژې د کار د پیل لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت هوکړې ته په تمه دی.
د یادونې ده، د هرات مدني فعالانو له دې وړاندې هم څو ځلې د یونسکو له سازمانه غوښتي وو چې چې هرات ولایت په نړیوالوکلتوري میراثونو کې شامل کړي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن