کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د هیڅ قوم استازیتوب نه کوي او په تېرو ۲۷ کلونو کې د هېواد له ټولو قومونو او اقشارو سره جنګېدلي دي.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق د بورډ غړو د معرفۍ په مراسمو کې وکړې.
هغه پر وسله والو طالبانو تور پورې کړ چې د دوی له خوا د پیل شوې جګړې له امله هره ورځ لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي او په دې وروستیو کې زرګونه کورنۍ بې ځایه او کډوالې شوې دي.
دانش وویل چې د وسله والو طالبانو اوسنۍ جګړه د اسلام او دین احکامو له مخې ناروا ده او د اسلامي نړۍ علماوو هم دغه جګړه نامشروع ګڼلې ده.
ده زیاته کړه، وسله وال طالبان د خلکو د وینو څښلو ته تږي دي، پر واک عاشق او باغیان دي.
د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې د وسله والو طالبانو دغه جګړه بهرنی ملاتړ لري او په دې وروستیو کې د ځینو ګاونډیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له خولې څخه هم د طالبانو د ملاتړ خبرې شوې دي.
د هغه په وینا، دا چې طالبانو جګړو ته زور ورکړی، نو ښکاره ده چې دوی سوله نه غواړي او د سولې له شعار څخه ناوړه ګټه اخلي.
ده زیاته کړې : ” له امریکا سره د دوحې په تړون کې راغلي چې تاوتریخوالی به کمیږي، اوربند به کیږي او بین الافغاني مذاکرات به ژر پیلیږي. “
خو سرور دانش وایي چې وسله والو طالبانو د دوحې تړون پر دغو مادو هیڅ عمل نه دی کړی، بلکې خلاف یې کړی او د سولې مذاکراتو له میز څخه یې تېښته کړې ده.
د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې وسله والو طالبانو له ولس سره، سیاسي ګوندونو او قومونو سره دښمني راخیستې ده، دوی په خپله د هیڅ قوم استازیتوب نه کوي، بلکې په تېرو ۲۷ کلونو کې د هېواد له ټولو قومونو سره جنګېدلي دي.
هغه وایي چې د طالبانو اوسنۍ جګړه د ټولو بشري ارزښتونو او بشري حقونو خلاف ده، دوی دیموکراسي، ټولټاکنې، حقوق بشر دا یو هم نه مني.
سرور دانش په هېواد کې د ټولو قومونو او سیاسیونو ترمنځ پر اجماع او د هطواد د ملي امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د ولسمشر دویم مرستیال دایکنډي ولایت ته د طالبانو د یوه مهم غړي ملا امیر خان متقي سفر ته په اشارې سره وویل چې خلکو اوس د دوی څېرې پېژندلې دي.
طالبانو داسې عکسونه خپاره کړي چې ملا امیرخان متقي د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې له اهل تشیع او هزاره توکم مشرانو سره ناست دی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له هیڅ ډول ستونزو سره به نه مخامخ کیږي.
خو سرور دانش وایي، چې وسله والو طالبانو په دایکنډي کې د خلکو کورونه سوځولي او خلک یې له خپلو سیمو او کورونو څخه شړلي دي.
ده زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې وسله والو طالبانو پر لویو لارو هزاره ګان له موټرو ښکته کړي او سرونه یې ترې پرې کړې دي.
د هغه په وینا، ۲۶ کاله مخکې د هېواد په مرکزي سیمو کې د طالبانو له خوا د خلکو قتل عام ترسره شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP