کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۰) : د امریکا سفارت ویلي ، په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، اعتبار ولري او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې چې په ټویټر کې یې خپره شوې، راغلي چې په افغانستان کې د روان تاوریخوالي مسوولیت تر “ډېره بریده” د طالبانو پر غاړه دی.
سرچینې زیاته کړې چې نړۍ به په افغانستان کې په زور تپل شوی حکومت ونه مني او ویلی یې دي چې په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، اعتبار ولري او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.
د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشاره پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو مېز ته حاضر شي.
د سفارت په خبرپاڼه کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې لنډا تامس ګرین فیلډ څرګندونې هم راخیستل شوې چې ویلي يې دي : “ټول افغانان د ژوندانه د روزمره کارونو د کولو حق لري. هغوی باید له وېرې پرته ښوونځي، بازارونو او خپلو کارونو ته ولاړ شي. ”
بلخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسون په خپل ټویټر کې لیکلي: “لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو راپورونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو، نو پر طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته ور وګرځي”
د سفارت په خبرپاڼه کې د تاوتریخوالي بندېدوغوښتنه شوې او ویلي یې دي چې د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی باید وشي او په دوحه کې دې جدي مذاکرات وشي څو عادلانه او دوامداره سوله وشي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم روان امنیتي وضعیت او د ولسوالیو سقوط چې ځيني یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ بللی دی.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن