ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور د ملي بسیج نظامي شورا مشر ټاکل شوی

عطامحمد نور د ملي بسیج نظامي شورا مشر ټاکل شوی

author avatar
2 Jul 2021 - 10:36
عطامحمد نور د ملي بسیج نظامي شورا مشر ټاکل شوی
author avatar
2 Jul 2021 - 10:36

مزارشریف (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند د جلا شوې څانګې د رهبرۍ غړی عطامحمد نور د ملي بسیج نظامي شورا د مشر په توګه انتخاب شوی شوی.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د بلخ ولایت د وضعیت ارزونې په موخه په ملي او ولایتي شوراګانو کې د بلخ د استازو په ګډون غونډه شوړه شوه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

سرچینې زیاته کړې چې د سیاسي ګوندونو او مسوولینو په دې غونډه کې د افغانستان د خلکو ملي غورځنګ ګوند، د افغانستان خلکو د وحدت اسلامي ګوند، د افغانستان ازاد اسلامي حرکت ګوند، د وحدت اسلامي نوین افغانستان ګوند، د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد، د حرکت اسلامي، د اقتدار ملي، د اعتدال ملي، د ګډونو اسلامي مشورتي شورا او د اسلامي جمعیت اسلامی ګوند استازو او مسوولانو ګډون کړی و.

عطامحمد نور لیکلي چې د دې غونډې ګډونوالو د مزارشریف له ښاره د دفاع او د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره د چمتووالي ژمنه وکړه.

سرچینې لیکلي چې د ملي بسیج نظامي شورا غړو د رایو په اتفاق دی د دې شورا رییس انتخاب کړ.

نوموړي په دوام لیکلي چې د دې غونډې د پرېکړې له مخې، د ملي شورا او د سیاسي ګوندونو صلاحیت لرونکو استازو په ګډون یو کمېټه وټاکل شوه چې پرله پسې به د جګړې له لیکو او د ملي بسیج نظامي شورا له طرحه شوو برنامو به څارنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د یادې غونډې په جریان کې د عطامحمد نور پر کور د هاوان مرمۍ ولګېدې چې د بلخ د والي په خبره چې د هغه څو ساتونکي او همکاران په کې ټپیان شول خو نور ته زیان نه  دی رسېدلی.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.