ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  د برېښنا دوامدره پرچاوي روغتیايي خدمتونه ټکڼي کوي

  د برېښنا دوامدره پرچاوي روغتیايي خدمتونه ټکڼي کوي

author avatar
3 Jul 2021 - 11:32
  د برېښنا دوامدره پرچاوي روغتیايي خدمتونه ټکڼي کوي
author avatar
3 Jul 2021 - 11:32

کابل (پژواک،۱۲چنګاښ۱۴۰۰): په هېواد کې د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي د هېوادوالو د اندېښنې او بېلا بېلو برخو کې د ستونزو رامنځته کېدو سربېره روغتیايي خدمتونه هم ټکڼي کړي او ان په ځينو حالاتو کې یې له امله د کرونا ناروغانو ساه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وارداتي برېښنا پایو د تخریب له امله د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او د راپورونو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې په ننګرهار، کاپیسا، پروان، کابل او نورو ولایتونو کې د وارداتي برېښنا ۲۶ پاتې تخریب شوې دي.

د روغتیايي مرکزونو د مسوولینو په ګډون کابل ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي او د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.

د دولتي اوخصوصي روغتیايي مرکزونو مسوولین: د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي روغتیايي خدمتونه ټکني کړي

د جناح روغتون مشر ډاکتر عیدولي جان منصور وايي د کرونا په وبايي حالاتو کې برېښنا د انسان ژوند دی، ځکه چې د کرونا ناروغانو د تداوۍ لپاره لومړنی مهم شی اکسیجن دی.

منصور وویل :”بغیر له برېښنا څخه د اکسیحن تولید ناممکن دی نو ځکه ویلی شم چې برېښنا په دې وبایې حالاتو کې د ژوند سره مستقیمه اړیکه لري، په داسې حال کې چې د کرونا وبایې حالات تر بل هر وخت په افغانستان کې ترینګلي دي د برېښنا قطع کېدل د یو چا څخه د ژوند اخیستلو په مانا دي.”
مصنور وايي دی د روغتون د مسوول په حیث چې له شرکتونو غوښتنه کوي چې دوی ته اکسیجن ورسوئ نو د هغوی اوله بهانه د بريښنا نشتون وي چې حق پر جانب هم دي.

نوموړی د یو ډاکټر په صفت له ټولو ښکیلو غاړو په هیله کوي او وايي :” د یو چا ژوند مه اخلئ برېښنا مه قطع کوئ د برېښنا د دوامداره کېدو او پایداره کېدو جدي هڅې وکړئ او دا به مو د افغانستان د خلکو لپاره تاریخي خدمت وي چه په دې وبایې حالاتو کې د افغانستان برېښنا تامین کړئ.”
افغان ــ جاپان روغتون کې د جدي مراقبتونو یا  (ICU)څانګې موظف ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې په وروستیو میاشتو کې د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: “د برېښنا پرچاوۍ ډېروالي د اکسیجن تولید کم کړی، د لابراتوارونو چارې یې له خنډ سره مخ کړې او په ډېری روغتونونو کې یې ستونزې رامنځته کړې دي.”

هغه وویل، که څه هم په ټولو دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې جنراتورونه شته چې د برېښنا پرچاوۍ پر مهال تر یوې اندازې ستونزې حل کړې، خو د برېښنا پرچاوۍ په ډېروالي سره جنراتورونه د روغتونونو، تشخیص مرکزونو، د اکسیجن او درملو د تولید فابریکو ستونزې په هېڅ صورت نه شي حلولای او د روغتیايي خدمتونو عرضه له ستونزو سره مخ کوي.

هغه وویل: “په افغان ــ جاپان روغتون کې د برېښنا پرچاوۍ پر مهال له جنراتور څخه استفاده کوو، کله چې پرچاوۍ دوامدارې شي له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو، ځکه جنراتور لازمه برېښنا نه تولیدوي.”

د وهاج خصوصي روغتون رییس او د «کرونا ټسټ لابراتوارونو» استازي ډاکتر محمد هاشم هم د برېښنا پایو تر تخریب وروسته د برېښنا دوامداره پرچاوي د اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل: “د برېښنا دوامداره پرچاوي نه یوازې د کابل ښاریانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی، بلکې په روغتیايي مرکزونو کې یې هم د خدمتونو عرضه ټکنۍ کړې ده.”

هغه ومنله چې په وروستیو میاشتو کې د برېښنا پرچاوۍ د خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو پر فعالیت یې بدې اغېزې کړې دي.

نوموړي د برېښنا پرچاوۍ له امله د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته په اشاره وویل: “ځينې ناروغان له ونټلاټور سره وصل دي، ځينې اکسیجن اخلي او ځينې نور په بېلا بېلو ماشینونو کې دي، که برېښنا پرې شي د دې ترڅنګ چې ډېره خطرناکه او مضره تمامېږي د ځينو هغو ناروغانو د مړینې لامل کېږي چې اکسیجن یې په تکراري ډول قطع کېږي.”

په ورته وخت کې د الحیات روغتون رییس ډاکتر سید خالد راشد هم یادې ستونزې ومنلې او پژواک ته یې وویل، د برېښنا دوامداره او پرله پسې پرچاوۍ په روغتونونو، تشخیصي مرکزونو او د اکسیجن د تولید فابریکو کې روغتیايي خدمتونه له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي.

ډاکتر راشد وویل، روغتیايي مرکزونه ۲۴ ساعت برېښنا ته اړتیا لري او کله چې پرچاوۍ دوامداره کېږي روغتیايي مرکزونه اړ دي چې له جنراتورونو استفاده وکړي چې په نتیجه کې یې لګښتونه لوړېږي او ان ځینې روغتونونه د خدتونو بندېدو ته اړ کېږي.

هغه په روغتونونو کې د برېښنا سیستم ستونزه د ډېری ناروغانو د مړینې لامل وبلله او ویې ویل: “ځينې ورځې تر ۱۰ واره ډېر برېښنا قطع کېږي چې په نتیجه کې یې د روغتون ټول سیستمونه ځنډېږي، د ناروغانو د اړتیا وړ ډېری برېښنايي او طبي وسایل چې په یو ځل خاموش شي د بېرته روښانه کولو لپاره وخت ته اړتیا لري. موږ شاهدان یو، ځينې کرونایي ناروغان چې د مصنوعي تنفس دستګاوو ته وصل وو د برېښنا د پرې کېدو پر مهال یې دستګاه خاموش شوې چې له امله یې د ناروغ وضعیت ډېر خراب شوی او ان په ځينو مواردو کې یې له امله ناروغان مړه شوي دي.”

په مزار شریف کې د «سیټي بهیر» لابراتوار د معلوماتو برخې مسوول خلیل الله وزیري وویل، په روغتیايي مرکزونو په ځانګړې توګه کرونا د تشخیص په مرکزونو کې هم د برېښنا پرچاوۍ ستونزه موجوده ده.

هغه زیاته کړه: “که څه هم د دوامداره برېښنا نه موجودیت په صورت کې له جنراتورونو استفاده کوو، خو زموږ کار له ستونزو سره مخ کوي، له بده مرغه ځينې دولتي او خصوصي روغتونونه او خصوصي لابراتوارونه کم امکانات لري چې د برېښنا د نه موجودیت له امله پر وخت روغتیايي خدمات نه شي وړاندې کولای.”

نوموړي وویل، کله چې برېښنا قطع کېږي، ځينې ماشینونه له جنراتور څخه د اړتیا وړ برېښنا نه شي ترلاسه کولای، چې دغه کار په ماشین کې د موجودو ناروغانو لپاره ډېر خطرناک دی.

د برېښنا وروستۍ پرچاوۍ د اکسیجن تولید هم کم کړی دی:

د وحدت په نوم د اکسیجن تولید فابریکې رییس نجیب الله صدیقي د برېښنا پر دوامداره پرچاوۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: “د برېښنا په هر ټکان سره د اکسیجن تولید نیم ساعت بندېږي، ځکه د اکسیجن تولید دستګاه بېرته روښانه کېدل لږ تر لږه نیم ساعت وخت ته اړتیا لري.”

د نوموړي د خبرو په اساس، فابریکې یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۲ کیلويي شاوخوا ۵۵۰ بالونونو د تولید ظرفیت لري، خو کله چې برېښنا قطع کېږي د تولید اندازه یې هم کېږي.

صدیقي له حکومته وغوښتل چې د برېښنا د اوږدمهاله پرچاوۍ ستونزې ته چې د برېښنا پایو تخریب له امله رامنځته شوې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په هرات ولایت کې د برېښنا د یوې پایې د تخریب له امله نه یوازې دغه ولایت ته د ایران وارداتي برېښنا جریان قطع کړی و، بلکې د اکسیجن د تولید په ګډون یې د سلګونه تولیدي کارخونو فعالیت ځنډولی او ان بند کړی و.

د عامې روغتیا وزارت: د برېښنا قطع کېدو او له امله یې رامنځته کېدونکو ستونزو کې ډاکتران ملامت نه دي

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري پژواک ته وویل: “له بده مرغه د برېښنا پرچاوۍ ټولو خلکو ته ستونزې جوړې کړې، خو روغتیايي سکټور یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.”

نوموړي زیاته کړه، که څه هم ټولو روغتیايي مرکزونو او روغتونونو کې د برېښنا د نه موجودیت پر مهال له جنراتورونو استفاده کېږي، خو ښايي کفایت ونه کړي او په ځینو مرکزونو کې یې ستونزې جوړې کړې وي.

د هغه په خبره، سربېره پر دې هم هڅه کوي جنراتورونه تل فعال وساتي او اړوند برخو ته برېښنا ورسوي.

هغه روښانه کړه: “د برېښنا په قطع کېدو کې ډاکتران، روغتونونه او عامې روغتیا وزارت ګرم نه دي او دوی باید مجرم ونه ګڼل شي او د پایوازانو له خوا جزا ور نه کړل شي.”

ده زیاته کړه، دغه ستونزه باید د امنیتي بنسټونو په همکارۍ په جدي ډول وڅېړل شي.

خلک: د برېښنا پایو د تخریب مخه دې ونیول شي

د کابل ښار د چهارکلا د وزیراباد سیمې اوسېدونکي احمد خالد وویل: “له تېرو دوو میاشتو راهیسې ډېری ورځې برېښنا نه وي، ټول خلک په ځانګړې توګه ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.”

نوموړي زیاته کړه، یو خپلوان یې پر کرونا ناروغۍ اخته و، وضعیت یې نازک و، د ونټلاټور د څو ځله خاموش کېدو له امله یې ساه ورکړه.

برېښنا شرکت: هڅه کېږي چې د برېښنا پایو د تخریب مخه ونیول شي

د برېښنا شرکت ریاست ویاند محمد هاشم سنګر نیازي له پژواک سره په خبرو کې د برېښنا پایو تخریب د روښنايي د دښمنانو کار و باله او ویې ویل، د هېواد د امنیتي سکټور په همکارۍ هڅه کوي د دغه کار مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په اوومه پروان ولایت کې د برېښنا پایو د تخریب په تړاو څلور کسان ونیول شول.

د پروان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف ویلي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په پایله کې څلور کسان چې د برېښنا پایو په تخریب او نظامي موټرو ته په ماین خښولو کې ښکېل وو نیولي دي.

د هغه په خبره، د برېښنا پایو د تخریب د درې کسیزې ډلې مشر د «مماتي» ورور دی، مماتي لومړی کس و چې په سالنګونو کې یې د برېښنا پایه تخریب کړې ده.

د ده په خبره، له نیول شوو کسانو پوښتنې روانې دي.

په دې وروستیو کې د برېښنا پایو تخریب په داسې حال کې دی چې اوس مهال د داخلي برېښنا تولید ۲۰۶ میګاواټ دی، ۳۸۰ میګا واټ برېښنا له ازبکستان څخه واردېږي چې پر دې سربېره افغانستان ۵۵۰ میلګا واټ نورې برېښنا ته هم اړتیا لري.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د هېواد ۳۵ سلنه وګړي په داسې حال کې برېښنا ته لاس رسی لري چې د افغانستان شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا وارداتي ده.


 
دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.