ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د بدخشان اته ولسوالۍ نیولې دي

سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د بدخشان اته ولسوالۍ نیولې دي

author avatar
3 Jul 2021 - 16:05
سیمه ییزې سرچینې: طالبانو د بدخشان اته ولسوالۍ نیولې دي
author avatar
3 Jul 2021 - 16:05

فیض اباد(پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰): په بدخشان کې امنیتي او سیمه ییزې سرچینې وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت ۸ ولسوالۍ طالبانو نیولې او د یاد ولایت مقام ویلي چې د کومانډو ځواکونو په ور رسېدو سره به تصفیوي عملیات پیل کړي.

یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره ورځ د بدخشان تشکان او تګاب ولسوالۍ نیولېِ، خو له تېرې شپې راهیسې یې بې له کومې جګړې، د داریم، کشم، یفتل پایان، شهربزرګ او وردوج ولسوالیو ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

بلخوا، د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري پژواک ته تایید کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت اته ولسوالۍ د طالبانو له خوا نیول شوې دي.

هغه د طالبانو له خوا د ولسوالیو د سقوط په اړه له اندېښنې سربېره له مرکزي ادارې وغوښتل چې دغه ولایت ته مرستندویه سرتېري ولېږي څو نورې ولسوالۍ سقوط نه شي.

له بلې خوا، د سیمې اوسېدونکي وایي چې د څو ولسوالیو له سقوط وروسته، طالبانو یو شمېر دولتي ځواګونه له ځان سره بیولي دي.

د وردوج ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سید حیات الله پژواک ته وویل چې طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د پرمختګ پر مهال له یوې امنیتي پوستې ۱۲ سرتېري له ځان سره بیولي او نورو سرتېرو له خپلو تجهیراتو سره په شاه تګ کړی دی.

په ورته مهال، د بدخشان ولایت مقام که څه هم چې نه یې غوښتل د ولسوالیو د سقوط په اړه څه ووایي؛ خو ټینګار یې وکړ چې دغه ولایت ته به ژر مرستندویه ځواکونه ورسیږي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري پژواک ته وویل، ټاکل شوې چې ژر به بدخشان ته مرستندویه ځواکونه راشي او د فیض اباد د ښار له څنډو به تصفیوي عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یاد ولایت کې د ولسي پاڅونوالو ۸ پوستې او د فیض اباد ښار په اتمه ناحیه کې یو بېز نولي دي.

په همدې حال، د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد ویلي چې تېره شپه طالبانو د بدخشان د یفتل پایین، کشم، وردوج او شهر بزرګ ولسوالیو مرکزونه نیولي او د امنیتي ځواکونو ځینې تجهیزات د دوی لاسته ورغلي دي.

Views: 483

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.