ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د يوه موټربم بريد مخه نيول شوې

author avatar
4 Jul 2021 - 12:00
author avatar
4 Jul 2021 - 12:00

لښکرګاه (پژواک، ١٣ چنګاش ١٤٠٠): د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې يو موټربم موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوى دى.

په هلمند ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې تېره شپه په ٦٠١ نمبر شاهراه سيمه کې يو موټربم د هوايي بريد پرمهال له منځه وړل شوى دى.

سرچينه وايي: "يوه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده موټر د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د ۶۰۱ نمبر شاهراه پر لويه لار پر مېشتو امنيتي ځواکونو بريد ترسره کړي؛ خو خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان هوايي ځواکونو له خوا په نښه او په پايله کې موټربم له منځه یوړل شو."

همدارنګه د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان هم په خپله ټویټر پاڼه کې ليکلي چې په هلمند کې يو موټربم موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه وړل شوى دى.

بل لورته د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.