کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): په کابل کې ګڼ شمېر مدني فعالانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او له خلکو یې و غوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د مدني ټولنو استازو او ځوانانو د چنګاښ په ۱۳ مه کابل کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ستاينې په موخه غونډه جوړه کړې وه.
په یاده غونډه کې د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې مشر فردین فدایي وویل، د افغانستان د هر وګړي دنده ده چې د
امنیتي او د فاعې ځواکونو ملاتړ وکړي او تر څنګ یې ودریږي.
هغه وویل: " موږ نن وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو د تقدیر په خاطر یوه غونډه جوړه کړو او له دوی څخه ملاتړ وکړو."
فدایي وایي، له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ هغوی ته روحیه ورکوي او کولای شي چې په سمه توګه له مخالفینو سره مبارزه وکړي.
د هرات باستان ټولنیزې او فرهنګي شورا مرستیال زلمي افغانیار پوپل په یاده غونډه کې وویل چې په هېواد کې وسله والو مخالفینو جګړو ته زور ورکړی او دوی غواړي چې په مقابل کې يې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه وایي: "موږ غواړو چې له دې لارې خپل غږ امنیتي ځواکونو ته ورسوو او ورته ووایو چې ملت له دوی سره ولاړ دی."
نوموړي زیاته کړه، که اړتیا شي خلک به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په یوه منظم سیستم کې ورسره ودرېږي.
په ياده غونډه کې يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې.
دغه راز په ياده غونډه کې د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل چې د خلکو ملاتړ امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکوي او مخالفين کمزوري کوي.
هغه وایي، له کومو ساحو څخه چې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دا په دې معنی نه ده چې طالبان به د تل لپاره هلته پاتې کيږي، امنيتي ځواکونه کوښښ کوي چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
هغه ډاډ ورکړ چې د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو په پايله کې به ډېر ژر اوسنى وضعيت بېرته تغيیر وکړي.
په ورته وخت کې بریدمل اسماعیل چې په ځانګړو ځواکونو کې دنده تر سره کوي پژواک ته وویل چې د خلکو ملاتړ دوى ته پياوړتیا ورکوي.
هغه وایي: "ترڅو پورې چې په بدن کې یو څاڅکی وینه ولرو له خپلې خاورې به دفاع کوو او دښمن ته به ماتې ورکوو."
دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو ولايتونو کې خلکو د امنيتي ځواکونو په ملاتړ وسلې اخيستي او د طالبانو پر وړاندې يې جګړه پيل کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP