کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د اداري فساد په تور یې د دوو څارنوالانو دندې ځنډولې دي.
د لویې څارنوالۍ له خوا د چنګاښ په ۱۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د عمومي ریاست په وړاندیز، د اداري فساد په تور، د کاپيسا د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال او د تخار، چال ولسوالۍ د ابتداییه څارنوالۍ د تحقیق آمریت څارنوال دندې د لویې څارنوالۍ له خوا وځنډېدول شوې.
سرچینې زیاته کړې، دا څارنوالان د یوه هېوادوال له شکایت وروسته چې نوموړو تورنو ترې پيسې غوښتې وې، تر تعقیب لاندې راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، اوسمهال لویه څارنوالي دا موضوع په جدي توګه څېړي.
سرچینې ویلي، د افغانستان لویه څارنوالي د قانون یو ډول تطبیق ته ژمنه ده او دغې ادارې ته هېڅوک تر قانون لوړ نه دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP