ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکو له حکومتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

د لوګر اوسېدونکو له حکومتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

author avatar
5 Jul 2021 - 16:15
د لوګر اوسېدونکو له حکومتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ
author avatar
5 Jul 2021 - 16:15

پل علم (پژواک، ١٤ چنګاښ ١٤٠٠): د لوګر والي وايي چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي، نو ټول يې بايد پر وړاندې ودريږي او له امنيتي ځواکونو دې ملاتړ وکړي.

د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د چنګاښ په ١٤مه د جمهوريت او امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې قومي مشر سید نثار علي موسوي وویل: ((موږ د خپل نظام تر څنګ ولاړ یو او پنجاب به پرې نږدو چې خپلو موخو ته ورسېږي، موږ د پنجاب د استعمار پر وړاندې جنګېږو او هېڅ وخت به له دغې مبارزې نه په شا نه شو.))

دغه راز ديني عالم مولوي مهراب الدین وويل چې د اسلام له نظره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده بايد مخه يې ونيول شي.

ده وويل: ((موږ د لوګر علما د خپل نظام او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړو چې څوک زموږ هېواد د بدبختیو پر لوري روان کړي.))

همدارنګه د ولایتي شورا ريیس حسیب الله ستانکزي وویل چې طالبان د پرديو د ګټو لپاره جګړه کوي.

ده وويل: ((د طالب فکر تغیر نه دی کړی او د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي. موږ له خپل نظام او خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او کوو یې.))

د غونډې په پاى کې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي وويل چې طالبان د پردیو په اشاره جګړه روانه کړې او خپل هېواد ورانوي.

دى زياتوي: ((هېواد زموږ مور، عزت او ابرو ده موږ له خپلې مور نه د خپل سره په بیه دفاع کوو.))

رحیمي زیاته کړه چې طالبان نه د حکومتدارۍ لپاره او نه هم د هېواد د پراختیا لپاره پلان او برنامه لري.

ده هم وويل چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان په خوښه او ګټو لپاره جګړه کوي، ټول يې بايد پر وړاندې ودريږي او له حکومتي ځواکونو دې ملاتړ وکړي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې ورته غونډې ترسره شوي، خو داسې کومه مثبته پايله يې تر اوسه نه ده ليدل شوې.

Views: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.