لومری تعقیب – کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د موټر بم چاودنې له امله ۲۶ تنو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه نن د چنګاښ په ۱۵مه، ماسپښين دوه بجې د کندهار ښار د ۷مې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو پر ۰۶ قطعې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو مازدا موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، د پولیسو پر ۰۶ قطعې چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې موټر بم چاودنه کې ۱ پولیس وژل شوی او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي چې ۱۲ تنه یې پولیس او ۹ تنه یې ملکي وګړي دي.
دی وايي، د چاودنې له امله د ځاني زیان تر څنګ د ۰۶ قطعې ودانۍ او شاوخوا کورونو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
نوموړي وویل، دغه برید د وسله والو طالبانو له خوا شوی دی.
د پېښې ټپيان د کندهار میرویس روغتون ته وړل شوي دي.
د دغه روغتون د جراحي وارډ یوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه ۲ جسدونه (یو سرتېری او بل ملکي وګړی) او ۲۴ ټپيان وروړل شوي چې ۹ تنه یې سرتېري او ۱۵ یې ملکي وګړي دي.
د ده په خبره، په ټپي شوو ملکي وګړو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.
د یادې شوې سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې د ډېرو کورونو کړکۍ او درواې یې ماتې کړې دي.
د دې سیمې یوه اوسېدونکي هارون پژواک اژانس ته وویل، په خپل کور کې و چې ناڅاپه زوروره چاودنه وشوه او د کور د کړکیو ښیښې او دروازې یې ماتې شوې.
دی وايي، د ښیښو د ماتېدو له امله په ډېرو کورونو کې ماشومان او لویان ټپيان شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
له هغه وروسته چې په کندهار ښار کې جګړو زور اخیستی او یو شمېر ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې دي په کندهار ښار کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
خلک اندېښمن دي او وايي چې د ولسوالیو نیول کېدل د ښار پر امنیت نېغ په نېغه اغېز لري او ښايي دغه ډول بریدونه ډېر شي.
Views: 267
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن