Pajhwok Afghan News

افغان ټلیکام به د هېواد په پنځو لویو ښارونو کې پرمختللي ۴جي خدمتونه پیل کړي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام مخابراتي شبکې د ۴جي خدمتونو لپاره د ۵ میګاهرټزه اضافي فرېکونسۍ څښتن شو.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ویاند سعید شینواري د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې افغان ټلیکام په ۱۸۰۰ میګاهرټز بانډ کې د پرمختللو عریض بانډ خدمتونو/ ۴ جي لپاره دغه ۵ میګاهرټزه فرېکونسي د پرانیستې مزایدې له لارې چې تېره اوونۍ د اترا ادارې له خوا ترسره شوه، د ۱۷ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې لاسته راوړه.

په دې اړه نن په کابل کې جوړو شویو مراسمو ته د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رییس عمر منصور انصاري وویل، د مخابراتي خدمتونو شبکه په بدلېدو ده او د ټکنالوجۍ نوي نسلونه اوس د پخوا په نسبت ژر ژره معرفي کېږي، نو اړتیا ده چې د هېواد بیسیم او سیم داره مخابراتي شبکه د راتلونکو پرمختللو خدماتو لپاره عیاره شي.

انصاري زیاته کړه، تر دې وړاندې مخابراتي شرکتونو ته د فرېکونسۍ منابع په مساویانه توګه وېشل شوي وو، خو اوس به د فرېکونسۍ ټولې منابع د پرانیستي رقابت او مزایدې له لارې د شرکتونو په واک کې ورکول کېږي، تر څو پرمختللو خدماتو ته لازمه زمینه سازي وشي.

انصاري وایي: ” د اترا ادارې جوازونه هم نور پر ټکنالوجۍ ډډه نه لګوي، بلکې د موبایل خدماتو جوازونه له ټکنالوجۍ جلا شوي دي، موږ په دې کار کوو چې څنګه د جواز او ټکنالوجۍ د بېلتون له لارې مخابراتي شرکتونو ته د خپلو سپکټرمي منابعو د لا مؤثره کارونې زمینه برابره کړو. ”

د انصاري په وینا، اترا ادارې د سپکټرم بهتره مدیریت او متحرکې استفادې په موخه پلان جوړونه باندې کار پیل کړی او د فرېکونسۍ د منابعو د تخصیص په موخه یې راتلونکي لپاره مزایدې، بولۍ یا اکشنونه ډیزاین کړي څو په پرانیستې فضا کې ټول عرضه کوونکي وکړای شي اضافي طیفي منابعو ته لاسرسی پیدا کړي.

د غونډې په ترڅ کې د چارو ادارې مرستیال عبدالکریم توتاخېل د ۴جي مزایده په اوسنیو شرایطو کې د افغان دولت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او د دغې بریا مبارکي یې اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ته وویله.

د سوداګرۍ خونو د فدراسیون رئیس اسماعیل غضنفر هم د لا زیاتې پانګونې د جذب په موخه د اترا ادارې د مزایدې هڅه او تجربه وستایله او د پرمختللو عریض بانډ خدمتونو/ ۴جي خدماتو لپاره د فرېکونسۍ د وېش پروسه یې د وخت مهمه اړتیا وبلله.

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رئیس فواد انورزي د پرمختللو عریض بانډ مخابراتي خدمتونو لپاره د ۵ میګاهرټزه اضافي فرېکونسۍ په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه د اترا ادارې د پالیسۍ سند له مخې دوی د اضافي فرېکونسۍ له ترلاسه کولو وروسته د تجهیزاتو او سیسټمونو د نوي کولو په تدارکاتي چارو بوخت دي او له یو کال څخه کمه موده کې به د هېواد پنځو لویو ښارونو کې پرمختللي ۴جي خدمات پیل کړي.

د اترا ویاند سعید شینواری وایي، چې اترا ادارې د پرمختللو عریض بانډ/ ۴جي خدماتو په موخه د روان ۲۰۲۱ کال د جون په ۳۰مه په ۱۸۰۰، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډونو کې ۵۵ میګاهرټزه فرېکونسي پرانیستې مزایدې یا بولۍ ته وړاندې کړه، چې له دې جملې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام مخابراتي شبکې لپاره په ۱۷ میلیونه او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو ۵ میګاهرټزه فرېکونسي د مزایدې او بولۍ له لارې ترلاسه کړه.

Views: 40

Exit mobile version