کندوز ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ١٤٠٠): په کندوز کې د روانو جګړو له امله په تېرو دوه اوونيو کې د ١٧ ملکي وګړي په ګدون ۴۱کسان وژل شوي او ٥٦٨ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د چنګاښ په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د پرله پسې جګړو له امله د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي چې په تېرو دوه اوونيو کې د همدې جګړو له امله په ټوليزه توګه ٤١ کسان وژل شوي او ٦١٧ نور ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې په وژل شوو کې ٢٤ يې امنيتي سرتېري او د دوو ښځو په ګډون ١٧ ملکي وګړي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې ٤٩ يې امنيتي سرتېري او د ١٤٨ ښځو په ګډون ٥٦٨ يې ملکي وګړي دي.
مرادي زياته کړه: "دغه ارقام موږ له حوزوي روغتون، ولايتي روغتون او شخصي روغتونونو څخه ترلاسه کړي دي."
دغه راز د جک په نوم يوه موسسه چې د کندوز په روغتيايي برخو کې فعاليت کوي، يوې سرچينې يې پژواک ته وويل چې په تېرو دوه اوونيو کې په دغه ولايت کې ٢٠ ملکي وګړي وژل شوي او ١٣٣ نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د کندوز ښار د سه درک سيمې یوه اوسېدونکي حاجي حبيب شاه پژواک ته وويل چې د روانې جګړې له امله په تېرو دوو اوونيو کې يو وراره يې وژل شوى او د کورنۍ درې نور غړي يې ټپيان شوي دي.
ده له حکومت او طالبانو د سولې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په جګړه يو هم په سمه توګه خپلې موخې ته نه شي رسېدلاى.
د يادونې ده چې کندوز د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې څخه دى چې دا مهال يې له نهو څخه د اتو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP