Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د پاکستان او ترکیې قونسلګرۍ فعالې دي”

مزارشریف (پژواک،۱۵چنګاښ ۱۴۰۰) : پاکستان او ترکیې ویلي دي چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې یې قونسلګرۍ فعالې دي.

تر دې مخکې داسې ویل شوي وو چې ګوندې د دغو دوو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو په بلخ ولایت کې خپلې قونسلګرۍ تړلې دي.

په مزارشریف ښار کې د ترکیې قونسلګرۍ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وېزې ورکړه او نور خدمات یې په نورماله بڼه روان دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: " په مزار کې زموږ د قونسلګرۍ چارې د تېر په څېر روانې دي، د وېزو ورکړه، ترجمه او نور خدمات په عادي ډول مخ ته ځي."

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیرمنصور احمد خان هم په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي چې په مزار شریف ښار کې یې قونسلګري خلاصه او نورمال فعالیت کوي.

د پاکستان سفیر زیاته کړې چې دوی د افغانستان له حکومت او خلکو سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي.

په وروستیو درې اوونیو کې په بلخ کې د نا امنیو په زیاتېدو سره مسوولین تاییدوي چې د پاکستان، روسې او ازبکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو قونسلګریو افغانانو ته د وېزو ورکړې پروسه ځنډولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.