ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا پولیس: په نجراب کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کاپیسا پولیس: په نجراب کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
6 Jul 2021 - 16:47
د کاپیسا پولیس: په نجراب کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
6 Jul 2021 - 16:47

چاریکار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د کاپیسا ولایت امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وایي چې تېره شپه د نجراب ولسوالۍ د افغانیې درې په اسپه خېل او نظام خېل سیمو کې، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د وژل شوو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د ده په وینا، په دغې جګړه کې یو دولتي سرتېری ټپي شوی او طالبانو په شاه تګ کړی دی.

د افغانیې درې د اسپه خېل سیمې اوسېدونکي رازمحمد په دې اړه له جزییاتو پرته وویل چې خپله یې نه دی لیدلي؛ خو له خلکو یې اورېدلي چې د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.