کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو شمېر استازو او طالبانو ترمنځ ناستې له پایلو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هر اقدام او هڅې ته چې په هېواد کې د تېرو۲۰ کلونو لاسته راوړنو ساتنې، پایدارې سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره د خلکو او افغان دولت د حقه غوښتنو د تحقق لامل کېږي د قدر په سترګه کوي او ملاتړ یې کوي.
سرچینې زیاته کړې: ((موږ د افغان سولې بهیر د پرمختګ په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له هڅو مننه کوو، هیله من یو دغه هڅې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سراسري او پایدارې سولې د ټینګښت په موخه د جدي خبرو د پیل لامل شي.))
په تهران کې د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازو ناستې جګړه د افغان مسالې حل لاره ونه بلله او ویې ویل، سولې ته د رسېدو لپاره باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییزې حل لارې په برخه کې ترسره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP