منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د تهران ناستې هرکلی وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو شمېر استازو او طالبانو ترمنځ ناستې له پایلو هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هر اقدام او هڅې ته چې په هېواد کې د تېرو۲۰ کلونو لاسته راوړنو ساتنې، پایدارې سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره د خلکو او افغان دولت د حقه غوښتنو د تحقق لامل کېږي د قدر په سترګه کوي او ملاتړ یې کوي.

سرچینې زیاته کړې: ((موږ د افغان سولې بهیر د پرمختګ په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له هڅو مننه کوو، هیله من یو دغه هڅې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او په هېواد کې د سراسري او پایدارې سولې د ټینګښت په موخه د جدي خبرو د پیل لامل شي.))

په تهران کې د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازو ناستې جګړه د افغان مسالې حل لاره ونه بلله او ویې ویل، سولې ته د رسېدو لپاره باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییزې حل لارې په برخه کې ترسره شي.

دغه ناسته چې تېره ورځ پیل شوې وه نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید جواد ظریف په کوربه توب پای ته ورسېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ خبریالانو ته ویلي، که څه هم امریکا له ایران سره د دغه ډول ناستو د جوړېدو په اړه خبرې نه دي کړې، خو تل یې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د افغان سولې له بهیره په مثبت ډول ملاتړ وکړي.

په دغې ناسته کې د یونس قانوني او سلام رحیمي په ګډون شپږ افغان سیاستوالو او د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ګډون درلود.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست