کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د تهران په دوه ورځنۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییز حل خوا ته سوق شي.
د طالبانو د قطر دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ ناسته چې پرون او نن ترسره شوه، پر یو شمېر مواردو موافقه شوې ده.
دغه ناسته د ایران په منځګړتوب او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په شتون کې ترسره شوې ده.
د دې ناستې په پرېکړه لیک کې راغلي چې دواړو پلاوو په افغانستان کې د سولې د تامین په اړه د ایران إسلامي جمهوریت هڅې او ښه نیت ستايي او له مېلمه پالنې یې قدر داني کوي.
سرچینې زیاته کړې، دواړه لوري د جګړې د ادامې له امله هېواد ته له پېښو ګواښونو او هغه زیان چې د هېواد سلامتۍ ته یې رسولی، ګډ درک لري او موافقه وشوه چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییز حل خوا ته توجیه شي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، خبرې اترې په صمیمانه فضا کې ترسره شوې او ټول مسايل په مفصله توګه او په پوره وضاحت سره مطرح شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو پرېکړه وکړه، هغه موارد لکه له جګړې دایمې سولې ته د انتقال میکانیزم، متفق إسلامي نظام جوړول او لاره یې چې لا زیاتو مشورو او وضاحتونو ته اړتیا لري، په راتلونکې ناسته کې چې په ممکن په نږدې راتلونکې کې جوړه شي، تر بحث لاندې راشي او پایلې ته به ورسېږي.
په پرېکړه لیک کې راغلي، دواړه لوري هغه بریدونه چې د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو جوماتونو او روغتونونو ترسره کېږي او ملکي تلفات رامنځته کوي او هم د عامه تاسیساتو ورانول په کلکه غندي او غواړي چې عاملین یې د خپلو اعمالو پر سزا ورسول شي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امریکا په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران په دې اړه له امریکا سره مشوره نه ده کړې، خو دا ډول ناستې د افغان سولې لپاره ګټورې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا تل غوښتي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP