Language

د تهران ناسته: جګړه د حل لاره نه ده؛ د افغانستان شخړه باید په خبرو هواره شي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د تهران په دوه ورځنۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله ییز حل خوا ته سوق شي.

د طالبانو د قطر دفتر له خوا د چنګاښ په ۱۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تهران کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ ناسته چې پرون او نن ترسره شوه، پر یو شمېر مواردو موافقه شوې ده.

دغه ناسته د ایران په منځګړتوب او د دغه هېواد د بهرنیو چارو  وزیر جواد ظریف په شتون کې ترسره شوې ده.

د دې ناستې په پرېکړه لیک کې راغلي چې دواړو پلاوو په افغانستان کې د سولې د تامین په اړه د ایران إسلامي جمهوریت هڅې او ښه نیت ستايي او له مېلمه پالنې یې قدر داني کوي.

login or register a new account.