Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر امیر ولسمشر غني ته ځانګړی لیک رالېږلی

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د قطر امیر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په لاس ولسمشر اشرف غني ته یو ځانګړی لیک را استولی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر ماجد بن مطلق القحطاني وړمه ورځ کابل ته راغلی و او په تېرو دوو ورځو کې یې له یو شمېر افغان سیاسي مشرانو او دولتي چارواکو سره لیدلي دي.

هغه تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په دې کتنه کې د افغان سولې پروسې او د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

بلخوا د قطر دولتي اژانس (قنا) خبر ورکړی چې القحطاني د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د قطر د امیر شیخ تمیم حمدبن ال ثاني یو ځانګړی لیک سپارلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې یاد لیک د دواړو هېوادونو د اړیکو او د اړیکو د پیاوړتیا په اړه دی.

خو نورې سرچینې بیا وایي چې د قطر امیر د افغان شخړې د هواري لپاره منځګړتوب پیل کړی او په دغه لیک کې یې هم د سولې په تړاو خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له لیدنو کتنو وروسته تېره ورځ ناوخته پاکستان ته تللی او ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پرون قطر ته تللی او د قطر د وسله وال پوځ له مشر او د دفاع له وزیر سره یې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.