ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن نن د افغانستان په اړه مهمه تګلاره اعلانوي

سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن نن د افغانستان په اړه مهمه تګلاره اعلانوي

author avatar
8 Jul 2021 - 11:40
سپینه ماڼۍ: ولسمشر بایډن نن د افغانستان په اړه مهمه تګلاره اعلانوي
author avatar
8 Jul 2021 - 11:40

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جو بایډن به نن د افغانستان په تړاو د امریکا نوې مهمه تګلاره اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین سپاکي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې دغه راز ولسمشر به له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر وتلو او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د هغې په وینا، له دغه اعلان مخکې به هغه د سپینې ماڼې د ملي امنیت له سلاکار او نورو غړو سره ځانګړې ناسته هم ولري.

سپاکي زیاته کړې: “ولسمشر بایدن به له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ له افغان ملي او دفاعي امنیتي ځواکونو سره پر همکاریو هم خبرې وکړي.”

د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، ولسمشر بایډن ځکه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ چې د دغه هېواد شخړه نظامي حل لاره نه لري.

دا په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې له افغانستانه یې د ځواکونو ایستل ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي.

Views: 1432

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.