Language

کابل کې د جنایي جرمونو په تور ۱۸ کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د کابل پولیسو په کابل ښار کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور د ۱۸ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول بصیر مجاهد وایي چې دغه کسان  په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د موټرو د غلا، مجروحیت، د غیر قانوني وسلې د لېږد، لاره شکونې، د پیسو او ټيلېفونونو د غلا، فریبکارۍ، مغلوبه جنګ او د عامه نظم اخلالو په تور د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې نیول شوي دي.

ده زیاته کړه چې له نیول شوو ځينو تورنو درې میله  کمري وسله هم پولیسو ترلاسه کړې ده.

Related Topics