ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متحده عربي اماراتو هم د افغانستان پر الوتنو بندیز ولګولو

متحده عربي اماراتو هم د افغانستان پر الوتنو بندیز ولګولو

author avatar
10 Jul 2021 - 17:32
متحده عربي اماراتو هم د افغانستان پر الوتنو بندیز ولګولو
author avatar
10 Jul 2021 - 17:32

کابل (پژواک، ۱۹چنګاښ ۱۴۰۰): د متحده عربي اماراتو حکومت د کرونا زیاتېدو له امله پر افغانستان هم سفري بندیزونه ولګول.

له دې مخکې د سعودي حکومت هم تېره اوونۍ پر افغان مسافرو بندیز لګولی و.

د متحده عربي اماراتو د بېړنیو حالاتو د تنظیم ادارې (نسیما) د چنګاښ په ۱۹مه اعلان کړی چې دا بندیز سر له سبا یکشنبې ورځې لګول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، کوم مسافر چې د اماراتو د هوایي ډګرونو له لارې نورو هېوادونو ته ځي، هغوی له دې پرېکړې مستثنی دي.

د یادونې ده، په اماراتو کې لسګونه زره افغانان مېشت دي او کابل ته ډېر تګ راتګ کوي.

د اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانستان پخوانی قونسل جنرال عبدالصمد افغان هم منلې ده چې دا الوتنې بندې شوې دی.

هغه زیاته کړې، که کوم مسافر افغانستان ته تللي وي او له بل دولت څخه اماراتو ته راځي، نو باید هلته ۱۴ ورځې قرنتین تېر کړي .

ځینې سرچینې وایي، سعودي او اماراتو په افغانستان کې د روغتونونو او لابراتوارونو له خوا خلکو ته د کرونا جعلي منفي سندونو له امله دا بندیزونه لګولي دي.

د کام ایر هوایي شرکت رییس زمري کامګار څو ورځې مخکې د عامې روغتیا وزارت په نوم په یو مکتوب کې د څو لابراتوارونو یادونه هم کړې وه.

د کام ایر هوایي شرکت د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته په یو مکتوب کې لیکلي چې ۲۳۵ مسافرو کابل کې د فرانسویانو روغتون، جرمني روغتیايي مرکز، اصیل روغتیایي مرکز او زي اېن اېن (ZNN)  روغتیاِيي مرکز کې د کرونا ناروغۍ ټيسټ (معاینه) کړې وه او پایلې یې منفي ښودل شوې وې، خو کله چې سعودي ته ورسېدل، د کرونا ټيسټونه یې مثبت را ووتل.

په دغه مکتوب کې راغلي چې دغه مسافر په سعودي کې قرنطین شوي او څه باندې ۳۲۰زره سعودي ریاله لګښت پرې راغلی.

کام ایر غوښتنه کړې چې د یادو کسانو د قرنطین د لګښت پیسې باید اړوند یاد روغتونونه ورکړي.

پژواک یو بل سند هم ترلاسه کړی چې یو مسافر ته د سيټي لابرتوار له خوا د کرونا منفي ټسټ ورکړل شوی، خو کله چې هغه جاپان ته رسېدلی، هلته یې ټسټ مثبت ثابت شوی دی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.