کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د برېښنا شرکت ریاست وایي چي د وارداتي برېښنا یوه پایه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د چاودنې له امله تخریب شوې خو د برېښنا جریان نه دی پرې شوی.
د برېښنا شرکت په مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن (د چنګاښ ۲۰مه) خپره شوې، راغلي: «نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې یو ځل بیا د روښنایي دښمنانو له خوا د وارداتي برېښنا یوه پایه تخریب شوې ده.»
د پروان د برېښنا حوزې د رییس انجنیر روح الله ساجد په خبره، یادې پایې ته څلور ماینونه ځای پر ځای شوي وو چې دوو یې چاودنه کړې او دوه نور د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوسمهال د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي په سیمه کې حضور لري چې تخریب شوې پایه بېرته ترمیم کړي، خو په سیمه کې د احتمالي ماینونو د شتون له امله د امنیتي ځواکونو له خوا د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته اجازت نه ده ورکړل شوې.
د برېښنا ریاست ویلي چې د برېښنا جریان په عادي حالت کې دوام لري.
د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې، په وروستیو درېيو میاشتو کې د برېښنا تر ۳۰ ډېرې پایې الوځول شوې چې ډېرې یې په پروان ولایت کې دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن