Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قیمتي ډبرو ټولنه: د لاجوردو څه باندې ۳۵۰۰ ټنه ډبرې پلور ته چمتو دي

د قیمتي ډبرو ټولنه: د لاجوردو څه باندې ۳۵۰۰ ټنه ډبرې پلور ته چمتو دي

author avatar
12 Jul 2021 - 15:58
د قیمتي ډبرو ټولنه: د لاجوردو څه باندې ۳۵۰۰ ټنه ډبرې پلور ته چمتو دي
author avatar
12 Jul 2021 - 15:58

فیض اباد (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په بدخشان ولایت کې د لاجورد ډبرو سوداګر وایي چې د لاجوردو له قانوني پېر او پلور سره به میلیونونه جامدې افغانۍ په دوران کې راشي او زیاتوي چې دا مهال په زرګونه ټنه لاجورد ډبرې پلور ته چمتو دي.

په دې وروستیو کې ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې د لاجورد ډبرو پېر او پلور قانوني اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۷ کاله مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې، د لاجوردو پلور او پېر درول شوی و.

په بدخشان کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ټولنې مشر هدایت الله ابراهیمي د لاجورد ډبرو د پېر او پلور په اړه د حکومت د نوي فرمان ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه پرېکړه د لاجورد ډبرو د سوداګرو وړاندیزونو په پایله کې شوې او د یادې ډبرې پېر او پلور قانوني اعلان شو.

نوموړي وویل چې د دغه فرمان پر اساس د لاجورد ډبرو سوداګر کولای شي یوازې د لاجورد هغه ډبرې وپلوري چې له څو کلونو راهیسې استخراج شوې؛ خو له کان څخه د دې ډبرو استخراج ته لا هم اجازه نشته.

سرچینې یادونه وکړه چې د ولسمشر له فرمان سره سم، هر سوداګر مکلف دی چې د لاجورد ډبرو د یو من په بدل کې حکومت ته ۱۰۵ افغانۍ مالیه ورکړي.

د هغه په ​​وینا، په تېرو کلونو کې د استخراج شوو ډبرو پلور له یوې خوا د دولت په ګټه دی او له بلې خوا د ډبرو د سوداګرو پانګه ازادیږي.

که څه هم ابراهیمي وویل چې د لاجورد ډبرو کان کیندنه اوس هم ولاړه ده، خو زیاته یې کړه، ولسمشر ژمنه کړې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو به د بدخشان د لاجوردو کان کیندنه په قرارداد ورکوي؛ څو په قانوني ډول استخراج شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ۷ کلونو په جریان کې چې د لاجورد ډبرو پلور او پېر بند و، په بدخشان، پنجشېر او کابل ولایتونو د سوداګرو شاوخوا پنځه زره منه یاده ډبره بنده پاتې وه چې دا مهال پلور ته چمتو ده.

هغه خوښي څرګنده کړه چې د لاجورد ډبرې د پلور او پېر له قانوني کېدو سره به د هېواد د سوداګرو لسګونه میلیونه جامده پانګه بیا په دوران کې راشي.

د سرچینې په وینا، دا مهال د هېواد په بازارونو کې یو کیلو لاجورد له ۵۰ تر ۵۰۰ ډالرو ده.

په ورته مهال د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي صفي الله وویل چې ۱۳ کاله مخکې یې د لاجورد ډبرو سوداګري پیل کړې او ښه عاید ترې لري.

خو هغه زیاته کړه چې ۷ کاله مخکې کله چې ولسمشر د لاجورد ډبرې پېر او پلور قاچاق اعلان کړ، نوموړي د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه ډبرې اخیستې وې چې تر اوسه ورسره پاتې دي.

سرچینې زیاته کړه چې په دې موده کې د ده د پانګې ډېر برخه د ډبرو د پېر له امله بنده وه.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د حکومت دغه پرېکړه ستایلې ده.

اقتصادي کارپوه سميع الله پر دې باور دی چې کله حکومت د بدخشان د سروزرو او لاجورد کانونه په قانوني ډول استخراج کړي، بدخشانیان کولای شي په لنډمهال کې افغانستان اقتصادي ځان بسياینې ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «د بدخشان کانونه د افغانستان مادي پانګه ده، د کانونو موجودیت بدخشان ناامنه کړی. که ولسمشر د بدخشان امنیت ټینګ کړي او د کانونو کنټرول په لاس کې واخلي، ډاډه یم چې په لنډ مهال کې به د هېواد ټولې اقتصادي اړتیاوې له بدخشانه پوره شي.»

نوموړي وویل چې د لاجورد ډبرو له قانوني پېر او پلور سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، جامده پانګه به ازاده شي او د صادراتو په کچه کې به هم لوړوالی راشي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.