Pajhwok Afghan News

د ارګ سرچینه : پاکستان ته د افغان سیاسیونو سفر وځنډید

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وایي چې پاکستان ته د افغان سیاسیونو سفر تر نامعلومې مودې پورې ځنډیدلی دی.

د ارګ یوې باوري سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۲۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې د دغه سفر د کېدو یا نه کېدو په تړاو به له لوی اختر وروسته بحث کیږي.

بلخوا امریکا غږ د پاکستانيو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې پاکستان یو شمېر افغان سیاسیون غوښتي چې څو د روانو حالاتو او سولې پروسې په اړه په اسلام اباد کې غونډه وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه غونډه د پاکستان په وړاندیز او کوربه توب راتلونکې اوونۍ “د جولای د ۱۷ تر ۱۹” پورې وشي.

پژواک د هغه بلنلیک یوه کاپي هم ترلاسه کړې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په لاسلیک افغان سیاسونو ته استول شوی دی.

په دغه بلنلیک کې لیکل شوي چې د ( افغانستان سولې) ترنوم لاندې دا ناسته به د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو ترسره کیږي.

بلخوا په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تېرو څلورو ورځو کې له ګڼ شمېر افغان سیاسیونو سره کتلي چې په کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی، د مالیې پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، سید اسحاق ګیلاني، صلاح الدین رباني  او احمد ولي مسعود شامل دي.

د پاکستان سفیر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له دغو سیاسیونو سره یې د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې کړې دي، خو د یادې غونډې په اړه یې څه نه دي ویلي.

منصور خان، امریکاغږ ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو د ډلې په ګډون د افغانستان په معضله کې له ښکېلو بېلابېلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

هغه زیاته کړې: “موږ مثبت تعامل لرو تر څو په مثبتې لارې خپل نفوذ وکاروو. خو نه شو کولای او باید هم د افغانستان د معضلې د حل لپاره د کومې نسخې سپارښتنه وکړو. دا د افغانانو مسوولیت دی چې د خپلې باثباته راتلونکې په هکله خپلمنځي سیاسي توافق وکړي.”

د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داوودزي پژواک ته وویل، چې ده ته هم بلنه ورکړل شوې او یو شمېر  نور سیاسیون هم په دغه سفر کې شامل دي.

د نوموړي په وینا، دغه سفر له پخوا څخه تنظیم شوی و، خو تر اوسه یې نېټه نه ده په ډاګه شوې.

داوودزي دغه سفر د سولې پروسې لپاره ګټور وباله.

د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال پژواک ته همدومره وویل چې که غونډه وشي، په کې ګډون کوي.

پاکستان په داسې حال کې افغان سیاسیون راغوښتي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او افغان چارواکي په مستقیمه توګه پاکستان له طالبانو سره په ښکاره همکاریو تورنوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دوه ورځې مخکې په ټویټر کې لیکلي و چې د طالبانو روزل شوي قوتونه طالبان په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز خاصو کړیو له لوری له پېښور – کویټې او نورو ځایونو څخه رهبري کیږي.

Views: 1611

Exit mobile version