Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر : د ځينو پروژو بودجه دې هغو پروژو ته ځانګړې شي چې ژر پلې کیږي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک مرستیال په اقتصادي او امنيتي سکتورونو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د ويډيو کنفرانس له لارې د سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيال هارټ ويک شيفر سره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې ويډيو کنفرانس کې ولسمشر په مختلفو سکتورونو کې د حکومت د لومړيتوبونو او همداراز په اقتصادي او امنيتي سکتورونو کې د لا زيات شفافيت په اړه خبرې وکړې.

دغه راز ولسمشر د وچکالۍ د اغېزو، د ملي دسترخوان برنامې د دوام څرنګوالي، کارموندنې او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره پر روغتونونو د لا زيات تمرکز په اړه هم معلومات ورکړل .

هغه زیاته کړه، د ځينو پروژو بودجه دې هغو پروژو ته ځانګړې شي چې په چټکۍ د تطبيق وړتيا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د نړيوال بانک مرستيال د خپلو د ژمنو پر دوام د ټينګار ترڅنګ وويل، د افغانستان دولت، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق ترمنځ همغږي اغېزناکه ده او د (JCMB . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.