Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۴۹ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٧٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٤٩ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٧٥٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٧٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٠٦٠٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شوو پېښو کې ٥٩ په فراه، ٥٥ په ننګرهار، ٤٧ په کابل، ٣٩ په سرپل، ٣٨ په دايکنډي، ٣١ په غزني، ٢٦ په تخار، ٢٠ په غور، ١٥ په کندوز، ١٣ په زابل، ١٢ په اروزګان، ١١ په لغمان، ٨ په پروان او ٢-٢ په نيمروز او جوزجان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٤٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٨٧٦١٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٤٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٦١٤٧ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٠ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې څلور ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.