ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې د ملکي وګړو لپاره تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه

په روان کال کې د ملکي وګړو لپاره تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه

author avatar
17 Jul 2021 - 18:14
په روان کال کې د ملکي وګړو لپاره تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه
author avatar
17 Jul 2021 - 18:14

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰):  تېره اوونۍ د سولې لپاره د هڅو په درشل کې جګړې هم ډېرې خونړۍ وې چې له امله یې ۴۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر د وړمې اوونې مرګ ژوبلې په پرتله څه باندې پنځه برابره لوړ دی.

  • له طالبانو سره د خبرو په موخه له کابله قطر ته پلاوی ولاړ.
  • قطر، په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره هڅې ګړندې کړې دي.
  • چین هم د افغان سولې خبرو لپاره د کوربه توب وړاندیز کړی.
  • امریکا په افغانستان کې د ډیپلوماتیک حضور ساتلو ترڅنګ د «ترهګرۍ ضد هڅو» ملاتړ کوي.
  • د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل تېروتنه بولي.
  • شانګهای سازمان د افغانستان وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بولي.
  • افغان چارواکو پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.
  • تېره اوونۍ ۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۴ نور ټپیان شوي دي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۵ ولایتونو (کندهار، بادغیس، کاپيسا، ننګرهار، بدخشان، کابل، غزني، لغمان، هلمند، نورستان، کونړ، بغلان، غور، سمنګان او اروزګان) کې په شاوخوا ۲۸ بریدونو کې ۸۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۴ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ هم د وړمې په څېر وسله والو طالبانو بریدونو ته زور ورکړی و؛ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې او ځینې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېدې او د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم په دې اوونۍ کې د وړمې اوونۍ په پرتله ډېره وه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) وايي، په افغانستان کې په پراخه کچه د وژنو، ناسم چلند او تبعیض په اړه ځوروونکو راپورونو وېره او ناامني رامنځته کړې او د دې ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب وشي.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

قطر کې د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي:

له طالبانو سره د خبرو لپاره تېره ورځ له کابله له طالبانو سره د خبرو په موخه پلاوی دوحې ته ولاړ. په پلاوي کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د حزب وحدت مردم ګوند مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي د یوې ډلې مشر عطامحمد نور، د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړي باتور دوستم او سید سعادت منصور نادري شامل و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې خبرو کې د خوځښت رامنځته کېدو په موخه افغانستان او سیمې ته سفر پیل کړی. هغه پرون ازبکستان کې و او بیا قطر ته تللی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د سولې خبرو د پرمختګ لپاره په داسې حال کې له قطر هېواده غوښتي چې د سولې خبرو منځګړیتوب وکړي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد استازی مطلق بن ماجد القحطاني په دې وروستیو کې افغانستان او بیا پاکستان ته هم سفرونه کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سولې د بین الافغاني خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

د بهرنیانو ژمنې، اندېښنې او هیله مندۍ:

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوي قوماندان فرانک ميکنزي ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د اګسټ په ۳۱مه بشپړېږي، خو هېواد یې نه پرېږدي چې له افغانستانه ورته ګواښ پېښ شي.

د هغه په خبره، امریکا په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور خوندي ساتي، د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کوي، افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي او په دغه هېواد کې به یو شمېر سرتېري حضور ولري، څو د ډیپلوماټانو او کابل هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.

ترکیې هم د کابل هوایي ډګر امنیت ساتلو ته چمتووالی ښودلی، خو طالبانو د ترکیې دا پرېکړه د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو پر ضد بللې، ویلي یې دي چې که ترکیه له خپلې دې پرېکړې تېره نه شي، پر وړاندې به یې ودرېږي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي چې نړیوال باید په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د پای لپاره هڅې وکړي، خو د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستانه د امریکا او ناټو پوځیانو د ایستلو پرېکړه تېروتنه بللې، وېره لري چې که بهرنیان له افغانستان ووځي، نو افغان ښځې به له کړاو سره مخ شي.

دغه راز د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په تاجکستان کې غونډه وکړه او له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت ‘د ژورې اندېښنې‘ وړ وباله.

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس بیا ويلي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو پر رسمیت پېژندل په دې پورې تړلي چې هغوی تر کومه بریده سولې ته ژمن پاتې کېږي.

د پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې:

افغان ولسمشر غني وایي، استخباراتي اټکلونه ښيي چې په تېره یوه میاشت کې لس زره جنګیالي- چې د پولې هغه غاړه «ترهګرې ډلې» یې ملاتړ کوي، له پاکستانه افغانستان ته راغلي، طالبانو «ویجاړوونکي» بریدونه پیل کړي او له «ترهګرو ډلو» سره یې اړیکې نه دي پرې کړې.

ده له طالبانو د بریدونو درېدو او له پاکستانه په افغانستان کې د سولې لپاره له خپل نفوذ او فشاره د کار اخیستو غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دا خبره رد کړه چې د پاکستان هوايي ځواک افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو د سپین بولدک نیولو لپاره هر ډول ګام به یې د دوی له مقاومت سره مخ شي.

خو صالح د پاکستان دغه غبرګون ته په ځواب کې ویلي چې پاکستان تېر شل کلونه په خپله خاوره کې د «کوټې شورا او پاکستان کې د طالب مشرانو شتون» هم ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو او د سولې خبرو د بریا لپاره همکاري وکړي او پاکستان یې په ځواب کې له باثبات افغانستانه د ملاتړ او سیاسي حل لارې ته د طالبانو د هڅولو ډاډ ورکړی.

خلک سوله او اوربند غواړي:

د خوست او پکتیا يو شمېر ديني عالمانو د جګړې درولو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې روانه جګړه په هيڅ صورت د توجيه وړ نه ده او ځینې ډلې د پرديو ګټو لپاره افغانان وژنې ته دوام ورکوي.

په لغمان او کونړ کې لسګونه قومي مشرانو او دیني عالمانو له «جمهوري نظام» ملاتړ وکړ او په غور کې يو شمېر ښځو د سولې او اوربند غوښتنې ترڅنګ له طالبانو او حکومته وغوښتل چې د هغوی د کار، تعليم او تحصيل حقونو خوندیتوب ته پام وکړي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونو مېرمنو، په کابل کې د افغانو ښځو شبکې او يو شمېر ديني عالمانو، کندهار، په غور او بغلان کې سلګونو خلکو له حکومت او طالبانو د دايمي اوربند او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې له ښکېلو ډلو غوښتني چې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس- چې د جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی هم دی- وایي چې طالبانو د درېیو میاشتو اوربند په بدل کې د خپلو اووه زرو نورو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې. طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

Visits: 196

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.