ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ برخه ده، یوازې ننداره ده نه کوي

ستانکزی: نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ برخه ده، یوازې ننداره ده نه کوي

author avatar
20 Jul 2021 - 15:12
ستانکزی: نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ برخه ده، یوازې ننداره ده نه کوي
author avatar
20 Jul 2021 - 15:12

کابل (پژواک،۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر وایي، نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ برخه ده؛ نو ځکه خو دې د تشې نندارې پر ځای له افغانانو سره د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي.

محمد معصوم ستانکزي نن پر خپله ټویټرپانه د دغو څرګندونو تر څنګ لیکلي چې د افغانستان خلک هره ورځ «د پردیو د فتنو قرباني» کیږي.

ده د یادو فتنو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

ستانکزي «د افغانستان له دولت سره له خبرو د طالبانو ډډه د نویو فتنو راولاړېدل» بللي، وایي چې په بېلابېلو پلمو له سولې د طالبانو ډډه کول، د افغانستان د شخړې د اوږدېدو مانا لري.

هغه وایي چې اوربند او د افغانانو د وژلو لړۍ درېدل، د سولې خبرو کې د باور جوړولو او بیا په دغو خبرو کې د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې بریدونه ډېر کړې او ډېرې ولسوالۍ هم د هغوی لاسته لوېدلي دي.

دغه راز د افغانانو تر منځ د سولې خبرې ـ چې شاوخوا لس میاشتې مخکې قطر کې پیل شوي – ورو روانې دي او تر اوسه یې یوازې د خبرو پر تګلاره هوکړه کړې ده.

خو له روان اختر مخکې یو پلاوی له کابله دوحې ته ولاړ او هلته دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د لوړې کچې استازو په ګډون به د سولې خبرو ته دوام ورکوي او دغه بهیر به ګړندی کوي.

Visits: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.