کابل (پژواک، ۳۰چنګاښ ۱۴۰۰) : ولسمشر غني وایي چې نور له کومانډو څخه ناسمې استفادې ته قطعا اجازه نه ورکول کېږي، هغوی خپل غوره والی د هېواد په دفاع کې ثابت کړی دی.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهورئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن سهار د کومانډو ځانګړو عملياتو قول اردو څخه د ليدنې پر مهال د هغوی د غوښتنو او وړانديزونو د اورېدو ترڅنګ ورته د لوی اختر مبارکي وويله.
سرچینه وایي چې ورپسې د کومانډو ځانګړو عملياتو قول اردو قوماندان جنرال هيبت الله عليزي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د لوی اختر مبارکي ترڅنګ د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو عملياتو قول اردو ته د هغه له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په هر ډول شرايطو کې له نظام، جمهوريت، ملي نوامیسو او د هېواد له علیا ګټو څخه دفاع ته چمتووالی لري.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو او وړانديزونو تر اورېدو وروسته وويل، تاسو هر يو اتل ياست او د هر شهيد او ټپي کورنۍ ته به رسېدنه کېږي.
د سرچینې په خبره، جمهوررئیس د ځانګړو قطعاتو اتلوليو ته په اشارې وويل : ((هر ډول ملاتړ ته مو چې اړتيا وي درته برابرېږي او زموږ د ارادې منشأ د افغانستان، ازادۍ، برابري او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ساتنه ده، خو د دښمن نيت تور دی او تاسو ورته ثابته کړې چې خپل هغه ارمان به ګور ته يوسي.))
جمهوررئیس وويل، طالبان له القاعده، جيش محمد او لشکر طيبه سره ژورې اړيکې لري او غواړي افغانستان د تروريستانو په پټنځي بدل کړي، خو د افغانستان دولت او ملت ورته هیڅکله دغه اجازه نه ورکوي.
د هيواد جمهوررئیس وويل :(( زموږ اوبه او ستراتېژيک موقعيت زموږ خپل شوی، نو ځکه د افغانستان پر دښمنانو اور بل دی او غچ يې له موږ په جګړه اخلي.))
جمهوررئیس د ځانګړو عملياتو قول اردو منسوبينو، سرتېرو، بریدملانو، افسرانو او جنرالانو ته ډاډ ورکړ چې نور له کومانډو څخه ناسمې استفادې ته قطعا اجازه نه ورکول کېږي، تاسو تر ټولو غوره ياست او خپل غوره والی مو د هیواد په دفاع کې ثابت کړی دی.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وويل :(( موږ د عادلانه او پایداره سولې اراده لرو، خو دښمن دې پوه شي چې هیڅکله نه تسلیمېږو. تاسو دا وړتيا لرئ چې نړۍ او هر قوت ته خپل ظرفيت ثابت کړئ.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP