اسعد اباد(پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په کونړ کې چارواکي وايي چې هوایي ځواکونو د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه شنډ کړي او هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید او د دغه ولایت د ولایتي شورا ځینو استازو نن په کونړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د غازي اباد ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.
محمد اقبال سعید وايي، غازي اباد ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونه په لوړ مورال مقابله کوي او د هوایي ځواک ملاتړ ترڅنګ تازه دمي ځمکني قوتونه هم سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.
هغه زیاته کړه چې هوایي ځواکونو نن د غازي اباد پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه شنډ کړي او ورته درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
سعید زیاتوي، یادې ولسوالۍ ته ورغلې دوه لارې له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې دي، خو د محاصرې ماتولو لپاره یې په دو نورو ولسوالیو اسمار او ناړۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې ډېر ژر به د غازي اباد ولسوالۍ محاصره ماته کړي.
دغه راز د کونړ د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼي او منشي جماالدین سیار هم وویل چې خلک له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره همکار دي.
دوی وايي، د غازي اباد ولسوالۍ په جګړه کې د "لشکر طیبه" ډلې ځینې غړي هم فعال حضور لري .
وسله والو طالبانو تراوسه د غازي اباد ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې غازي اباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله د دغه ولایت ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې هم تړل شوې چې خلک د خوراکي او غیرې خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP