ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړوالي: هوایي ځواکونو پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ییز بریدونه په شاتمبولي

د کونړوالي: هوایي ځواکونو پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ییز بریدونه په شاتمبولي

author avatar
22 Jul 2021 - 16:28
د کونړوالي: هوایي ځواکونو پر غازي اباد ولسوالۍ ډله ییز بریدونه په شاتمبولي
author avatar
22 Jul 2021 - 16:28

اسعد اباد(پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په کونړ کې چارواکي وايي چې هوایي ځواکونو د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه شنډ کړي او هغوی ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید او د دغه ولایت د ولایتي شورا ځینو استازو نن په کونړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د غازي اباد ولسوالۍ ‎سقوط نه دی کړی.

محمد اقبال سعید وايي، غازي اباد ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ځواکونه په لوړ مورال مقابله کوي او د هوایي ځواک ملاتړ ترڅنګ تازه دمي ځمکني قوتونه هم سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه چې هوایي ځواکونو نن د غازي اباد پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه شنډ کړي او ورته درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

سعید زیاتوي، یادې ولسوالۍ ته ورغلې دوه لارې له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې دي، خو د محاصرې ماتولو لپاره یې په دو نورو ولسوالیو اسمار او ناړۍ کې هم د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي چې ډېر ژر به د غازي اباد ولسوالۍ محاصره ماته کړي.

دغه راز  د کونړ د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼي او منشي جماالدین سیار هم وویل چې خلک له افغان ملي او دفاعي ځواکونو سره همکار دي.

دوی وايي، د غازي اباد ولسوالۍ په جګړه کې د "لشکر طیبه" ډلې ځینې غړي هم فعال حضور لري .

وسله والو طالبانو تراوسه د غازي اباد ولسوالۍ د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې غازي اباد ولسوالۍ کې د جګړې له امله د دغه ولایت ناړۍ او د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو لارې هم تړل شوې چې خلک د خوراکي او غیرې خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.