کابل (پژواک،۳۱چنګاښ ۱۴۰۰) د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز وایي چې که څه هم طالبان نه دي توانېدلي چې د ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو د ولایتونو د مرکزونو په څڼدو کې یې بریدونه زیات کړي دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي دغه څرکندونې تېره ورځ په واشنګټن کې له خبریالانو سره وکړې.
جنرال مارک میلي وویل چې طالبان د افغانستان پر نږدې نیمو ولسوالیو واکمن دي چې دغه حالت د طالبانو په ګټه دی.
تېره میاشت دغه امریکایي جنرال ویلي و چې طالبان د ۸۱ولسوالیو واک په لاس کې لري.
میلي وایي چې که څه هم طالبان نه دي توانېدلي چې د ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو د ولایتونو د مرکزونو په څڼدو کې یې بریدونه زیات کړي دي.
یاد امریکایي جنرال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر غني د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له درې تر شپږو میاشتو پورې به د جنګ پر مدیرتمرکز زیات کړي.
د ولسمشر په خبره، چې د ځانګړو طرحو او برنامو په اساس ډېر ژر امنیتي وضعیت تغییر وکړي.
حکومت د تېرې یکشنبې په ورځ له طالبانو د ۲۴ولسوالیو د بېرته نیولو خبر ورکړ.
د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري وویل چې د هېواد په زیاترو سیمو کې له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت ته تللي او یوشمېر سیمې یې له طالبانو څخه نیولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP