کندهار (پژواک ۱ زمری ۱۴۰۰)وسله والو طالبانو په کندهار کې د فضل محمد په نوم یو پولیس چې د خلکو تر منځ په “خاشه ځوان” مشهور و، له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
ځایی اوسیدونکی وایی، نوموړي خوشحاله طبعه لرله او کله کله به یې ټوکې کولې چې خلکو به ویډیوګانې ورڅخه ثبتولې او پر ټولنیزو رسنیو یې خپرولې.
د هغه جسد نن د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
نوموړي ته نژدې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ په پوټي کلي کې فیض محمد چې په خاشه ځوان مشهور و له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، د نوموړي جسد په داسې حال کې په یوه دښته کې موندل شوی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو او پر سر په مرمیو ویشتل شوی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د هغه پر وژنه سخت خپګان ښودلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP