ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په کندهار کې د “خاشه ځوان” په نوم کومیډین پولیس وژلی

طالبانو په کندهار کې د “خاشه ځوان” په نوم کومیډین پولیس وژلی

author avatar
23 Jul 2021 - 19:42
طالبانو په کندهار کې د “خاشه ځوان” په نوم کومیډین پولیس وژلی
author avatar
23 Jul 2021 - 19:42

کندهار (پژواک ۱ زمری ۱۴۰۰)وسله والو طالبانو  په کندهار کې د فضل محمد په نوم یو پولیس چې د خلکو تر منځ په “خاشه ځوان” مشهور و، له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
ځایی اوسیدونکی وایی،  نوموړي خوشحاله طبعه لرله او کله کله به یې ټوکې کولې چې خلکو به ویډیوګانې ورڅخه ثبتولې او پر ټولنیزو رسنیو یې خپرولې.
د هغه جسد نن د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
نوموړي ته نژدې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ په پوټي کلي کې فیض محمد چې په خاشه ځوان مشهور و له خپل کور څخه ایستلی او وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، د نوموړي جسد په داسې حال کې په یوه دښته کې موندل شوی چې لاسونه یې شا ته تړل شوي وو او پر سر په مرمیو ویشتل شوی دی.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د هغه پر وژنه سخت خپګان ښودلی دی.

Visits: 246

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.