ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت : امنیتي ځواکونو د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته ونیوله

حکومت : امنیتي ځواکونو د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته ونیوله

author avatar
23 Jul 2021 - 11:08
حکومت : امنیتي ځواکونو د هرات کرخ ولسوالۍ بېرته ونیوله
author avatar
23 Jul 2021 - 11:08

کابل، هرات (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۰) : د ملي دفاع وزارت او د هرات ځایي چارواکي وایي چې د کرخ ولسوالۍ یې بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان د زمري په لومړۍ نېټه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دولتي ځواکونو نن سهار د کرخ ولسوالې بېرته نیولې ده.

بلخوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي چې د دغه ولایت د نظامي شورا د پرېکړې او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست د سفر په پایله کې نن سهار دولتي ځواکونو په کرخ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې یاده ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو ونیول شوه، ۱۵ وسله وال په کې ووژل شول او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.

فرهاد ویلي چې په دغو عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې وسله والو طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱۸۰ ولسوالۍ نیولې دي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.